دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۸
د مطلب کود : 202757
د کرونا ویروس کنترول لپاره کابل افغان-جاپان روغتون کې خاص برخه جوړه شوه
د هیواد عامه روغتیا وزارت، د کرونا ویروس کنترول لپاره خاص برخه افغان-جاپان روغتون کې رامنځته کړی دی.

 
 
 
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-کابل: د کرونا ویروس کنترول خاصه برخه د سلو مجهز بسترونو درلودونکې دی چی کابل کې خلګو ته خدمات وړاندی کوی.
 
ډاکتر فیروز الدین فیروز د هیواد عامه روغتیا وزیر، د کرونا ویروس کنترول او مخنیوی د عامه روغتیا وزارت لمړیتوب بولی او وایی: دا وزارت د کرونا ویروس کنترول خاصه برخه په کابل کې د کرونا ویروس خپریدو مخنیوی لپاره رامنځته کړی دی او همدارنګه هیواد ولایتونو کې هم داسی تدابیر نیولی شوی دی.
 
د هیواد عامه روغتیا وزیر وایی چی خوشبختانه تراوسه په هیواد کې کرونا ویروس هیڅ مثبته پیښه نه دی ثبت شوی او ددی ویروس شیوع په صورت کې به، اخته کسان به دلته مراقبت کیږی.
 
همدارنګه د عامه روغتیا وزیر وویل چی ددی وزارت لابراتوارونو برخه د لس ډوله ویروس تشخیص توان لری او هغه ډاکټران چی دلته موضف شوی دی متخصص او زده کړی لرونکې کسان دی.
 
له بل لوری هم د عامه روغتیا وزارت د کرونا ویروس مخنیوی لپاره روغتیایی ټیمونه کابل، بلخ، کندهار او هرات هوایی ډګرونو کې چی پکې بین المللی پروازونه صورت نیسی توظیف کړی دی او مسافرین تر پلټنې لاندی نیسی.
 
د عامه روغتیا وزارت په وینا همدارنګه په ځمکنیو مرزونو کې هم صحی ټیمونه توظیف شوی دی او مسافرین سکریننګ کوی.
 
یادولو وړ دی چی د کرونا ویروس قربانیانو شمیر په چین کې ۴۲۶ تنو ته رسیدلی دی.
 
https://avapress.com/vdciwraryt1auy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته