افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-تخار: خلیل اسیر د تخار پولیس ویاند
افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل: دا ښځه بی بی خال نومیده او تخار ولایت مرکز تالقان مربوطاتو آق کلۍ څخه وه چی تیره ورځ د خسر، خواشی او خاوند ورور له لوری د وهلو او ټکولو وروسته سخت ټپی شوی وه او وروسته روغتون ته لیږد په وخت کې ساه ورکړیده.
د هغه په وینا دا ښځه څلور کوچنیان لری او د هغی قتل لامل کورنۍ تاوتریخوالی بلل شوی دی.
هغه زیاته کړه چی دا قتل اړوند، ددی ښځی خواښی نیول شوی او کورنۍ نور غړۍ یی تیښته کړی دی.
ددی ښځی خاوند کندوز پولیسو خاص قطعه کې دنده لری، ظاهرآ د ښځی یو تن اقاربو په وینا دا کار د هغی خاوند په هماهنګی ترسره شوی وه.