کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کونړ کې د بریښنا سټېشن الوځولو پسې راغلي ۳ داعشیان وژل شوي

15 دلو 1398 ساعت 19:25

افغان ځواکونو د کونړ په وټه پور کې هغه درې داعشیان وژلي او بل ژوبل کړی دی چې د بریښنا د یو سبسټیشن په الوځولو پسې راغلي وو.




د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی تاند ته تاییدوي چې تېره شپه داعش جنګیالیو غوښتل د وټه پور ولسوالۍ په ماڼوګي کلي کې د بریښنا یو سبسټیشن په بمونو تخریب کړي، خو افغان ځواکونو پرې عملیات کړي دي.
نوموړی وايي، داعشیان په خپل هدف کې بریالي شوي نه دي، خو ۳ تنه یې وژل شوي او ۱ بل ژوبل دی.
داعش ډله چې په دې وروستیو کې له ننګرهار څخه شړل شوې ده، ویل کېږي چې په کونړ ولایت کې یې ځینې سیمې لاندې کړي دي او جګړې یې پیل کړې دي.
 


د مطلب کود: 202767

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202767/کونړ-کې-د-بریښنا-سټېشن-الوځولو-پسې-راغلي-۳-داعشیان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com