دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 202768
عمر اکمل د کورني کرېکټ له بندیز سره مخ کیدلی شي
د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخوانی توپ وهونکی عمراکمل چې تر اوږدې مودې راهیسې له نړیوال کریکټ څخه لیرې دی،ويل کيږي چې نوموړی به د ټيم سلیکټرانو ته د بې احترامی له کبله د کورني کریکټ بندیز سره مخ شي.

عمراکمل تیره ورځ د لاهور په ملي اکاډمۍ کې د بنګله دېش خلاف د یوازینۍ ټيسټ لوبې لپاره د ټیم ټاکوونکي ډالګۍ لخوا د فيټنیس په ازموینه کې ناکام راغی،چې وروسته نوموړي په غصې سره خپل کمیس څيرې کړ او له ټرینرانو یې وغوښتل چې په بدن ورته چربې یا وازدې وښيي.
د نوموړي دغه کار د پاکستان کریکټ بورډ لخوا د سلیکشن کميټې غړو ته بې احترامي ښودل شوي او ويل کيږي چې نوموړی به د پاکستان کریکټ بورډ لخوا د کورني کریکټ له بندیز سره مخ شي.
که څه هم عمراکمل د کورني کریکټ قائد اعظم په ټرافي سيالیو کې ښه په فوم کې سيالۍ ترسره کړې،خو سره ددې بیا هم نوموړی په فيټنیس ازموینه کې ناکام ثابت شو.
عمراکمل په قائد اعظم ټرافي سيالیو کې د مرکزي پنجاب لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړې،چې په شپږو اننګزونو يا پاڼیو کې یې ۲۱۸ منډې جوړې کړې. نوموړي په یوه لوبه کې زیاته منډې ۱۲۲ جوړې کړې.
عمراکمل د پاکستان لپاره وروستۍ شل اوریزه لوبه تیر کال د سریلانکا خلاف پخپل کور کې ترسره کړې او له هغې راهیسې بیا په ملي لوبډله کې ندی انتخاب شوی.
نوموړي همداشان وروستۍ پنځوس اوریزه سيالي په تیر میاشت کې د پاکستان لپاره ترسره کړي او وروستۍ ټيسټ سيالي يې په ۲۰۱۱ کال کې ترسره کړي ده.
 
https://avapress.com/vdcaiunua49nw01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته