دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 202769
حکمت خليل کرزي د افغانستان لپاره د امريکا د نوي سفير سره وکتل
د سولي او شخړو د مطالعاتو مرکز مشر او سياسي فعال حکمت خلیل کرزي نن په کابل کي د امريکا د سفارت د نوی ټاکل سوي سفير، راس ولسن سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
دواړو لورو د امريکا او افغانستان پر ګډو همکاريو اوپر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبري وکړې.
ښاغلي کرزي په دې کتنه کي د افغان سولې دپاره د امريکا هڅي ستايلي او سوله يې د افغانستان دپاره خورا اړينه بللې ده.
نوموړي د امريکا نوي سفير ته ويلي، د دواړو هيوادونو ګډه همکاري کولای سي چي د سولي بهير بريالی کړي.
د امريکا سفير راس ولسن ژمنه کړې ده چي د افغانستان او امريکا تر منځ دوه اړخيزي اړيکي به نوري هم قوي کوي او د سولې دپاره به ټولي ممکنه لاري په کار اچوي.
https://avapress.com/vdcb05b59rhbgzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته