دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۳۲
د مطلب کود : 202770
په غور او هرات کې مجموعا ۴۰۰ طالبان تسلیم شوي
د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې تیره ورځ د غور ولایت په شهرک او د هرات ولایت په چشت شریف ولسوالیو کې ۵۹ طالبان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي. زیاته شوې چې په دغو ولایتونو کې د تسلیم شوو طالبانو شمیر ۴۰۰ ته رسیدلی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د غور او هرات ولایتونو په اړوندو ولسوالیو کې د طالبانو ۵۹ تنه افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې ملا ناصر له خپلو شلو تنو او ملا صلاح الدین د خپلو ۳۱ کسانو سره د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي. همداشان ویل شوي دي چې قوماندان عبدالاحد له خپلو اتو جنګیالیو سره د هرات ولایت د چشت شریف ولسوالۍ په دره تخت سیمه کې تسلیم شوي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې په هرات او غور کې د طالبانو مجموعا ۴۰۰ کسان تسلیم شوي دي. د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند فواد امان، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «دغه کسان له یوې میاشتې راهیسې له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت وو.» د هغه په خبره د سه شنبې په سهار هم د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې شپږ طالبان امنیتي ځوکونو ته تسلیم شول.
د افغانستان د دفاع وزارت په خبره، دغو تسلیم شوو طالبانو له کلونو راهیسې د حکومت پر وړاندې تروریستي فعالیتونه کول. طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د افغانستان د دفاع وزارت ادعا کوي چې اوسمهال افغان امنیتي ځواکونو له دفاعي حالته راوتلي او زیاتره تهاجمي عملیات کوي. د فواد امان په خبره په تیرو ۲۴ ساعتونو کې افغان دفاعي ځواکونو په ننګرهار، کندهار، فراه، بادغیس، کندز، فاریاب، مجموعا په لسو ولایتونو کې ۱۶ تهاجمي عملیات او شپږ هوایي بریدونه ترسره کړي چې په پایله کې یې ۳۷ طالبان وژل شوي او ۱۷ ټپیان شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcd5x0xzyt0z56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته