دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۴
د مطلب کود : 202804
کابل ولایت کې له ۴۰۰ داخلي بي ځایه شویو کورنیو سره نغدي مرستې ترسره کیږي
داخلي بې ځایه شویو او کډوالو کورنیو ته د نغدي مرستو د ویش لړۍ د کابل ولایت مقام د دفتر رئیس نبي الله پیرخېل، د ولایتې شورا استازي علي یزدان پرست او د کډوالو او بیرته را ستنیدونکو چارو رئیس جواد شهزاد لخوا نن رسمآ پیل شوه.

په پیل کې د بي ځایه شویو، کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو رئیس وویل چې د کابل ښار په بیلابیلو برخو کې یې سروي ترسره کړي او د بیلابیلو ولایتونو څخه راغلې بي وزله او مستحق کورنۍ یې د یادو مرستو په لیستونو کې شاملی کړې دي.
هغه زیاته کړه چې هرې کورنۍ ته ۱۵۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکول کیږي.
وروسته د کابل ولایت مقام د دفتر رئیس نبي پیرخېل خبرې وکړي او د بي ځایه شویو، کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو ریاست له مسوولینو څخه یې مننه وکړه چې مستحق کسان یې نیولي دي.
پیرخیل زیاته کړه د کابل ولایتې ادارې تل هڅه کړې ده، چې د خپلو بي وزلو هیوادوالو لاسنیوی وکړي او تل یې د خپل توان په اندازه د شهیدانو، معلولینو او بي وزلو کورنیو سره لازمي مرستې ترسره کړې دي.
د دفتر رئيس له ټولو شتمنو هېواد والو څخه غوښتنه وکړه چې د ژمي په دې ساړه موسم کې د بي وزلو هېواد والو لاسنیوی وکړي او هغوی په خپلو خوښیو کې له ځان سره ملګري کړي.
د مرستو ترلاسه کوونکو هم له یادې پروسې څخه خوښي وښوده او د لازیاتو مرستو غوښتونکي شول.
د یادولو وړ دی چې له ۴۰۰ داخلې بي ځایه شویو کورنیو سره به نغدي مرستې ترسره شي چې په لومړۍ ورځ ۱۱۷ کورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړي، یادې مرستې د بي ځایه شویو، کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت له بودجې څخه ورکول کیږي.
https://avapress.com/vdcbg5b5arhbgwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته