ترمپ وویل چې د افغانستان جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده او ژمنه یې وکړه چې دا جګړه به پای ته رسوي.
امریکا غواړي خپل نظامي سرتیري بیرته هیواد ته ستانه کړي او د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.
ټرمپ زیاته کړې چې نه غواړي د امریکا سرتیري په نورو هیوادونو کې د قانون د تطبیق دنده په غاړه ولري او غواړي چې امریکايي سرتیري بیرته خپل وطن ته ستانه شي.
ټرمپ همداراز د افغانستان جګړې ته په اشاره کې وویل چې د امریکا پوځيان هره جګړه چې وغواړي ګټلی شي خو زه نه غواړم چې په افغانستان کې په زرګونه داسې کسان ووژنم چې ډیری یې بیګناه دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)