دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 202813
فراه کې د هاوان لګېدلو له امله ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
فراه د فراه ولایت په قلعه کاه او د فراه ښار مرکز اړوند شمالګاه سیمه کې د هاوان مرمۍ لګېدلو له امله دوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ژوبل شوي دي.

د فراه د والي مرستیال، مسعود بختور ویلي چې د ملکي وګړو د موخې ګرځولو په اړه څېړنې پیل شوي دي او د پیښو څیړنې لپاره یو پلاوی استول شوی دی.
ورته مهال د فراه په سل بستریزه روغتون کې ډاکټران وایي د ټپیانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb85b5frhbgwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته