راغلو مشرانو په بېلابیلو برخو کې د خپلو سیمو اړوندې ستونزې او غوښتنې له ولایتي مسوولینو سره شریکې او په تړاو یې د ولایتي ادارې له رهبرۍ څخه د مرستې غوښته وکړه.
لوګر والي محمد انور خان اسحاقزي د راغلو مشرانو د ستونزو او غوښتونو تر اورېدو ورسته، اړوندو ادارو ته سپارښتنه وکړه چې د بابوس د حوزې د اوسیدونکو ستونزې دې په جدي ټوګه وڅېړل شي.