ددغو رایو د تفتیش لپاره درې معیارونه ټاکل شوي: بایومټریک معلومات، جورنال او باوري ریزلټ شیټ ولري.
ددغه کمېسیون یوه کمېشنر قاسم الیاسي خبریالانو ته وویل، که دغو رایو ۳۵ سلنه معیارونه نه وي پوره کړي، نو د ۱۳۷ زره رایو ټول اړوند محلونه به باطل اعلانېږي.
د یاد کمېسیون یوه بل کمېشنر یونس طغرا هم غونډې ته وویل، دوی نه پوهېږي چې باطلې شوې رایې د کومې ټاکنډلې وې، دا باید د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د رایو صندوقونو ته مراجعه وکړي.
یاد کمېسیون واي، ۲۲۸۰۰ شکایتونه او اعتراضونه یې ارزولي، چې ۱۶۵۰۰ شکایتونه یې په لومړي پړاو کې ارزول شوي.