دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۷
د مطلب کود : 202838
قدیر بلوڅ: د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې مې په مرګ ګواښي
په پاکستان کې د ورکو بلوڅانو لپاره د مبارزه کوونکي سازمان – وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز – مرستیال مشر ماما عبدالقدیر بلوڅ وايي ، د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې ته دړکې ورکويچې که یې د ورکو بلوڅانو له مسلې لاس وانخیست نو سختې نتیجې به یې وویني.

نوموړي د فرورۍ پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې د ډېسېمبر په پای کې یې په کوټه کې له بي بي زیارت سره په موټر هم وهلی او زخمي کړی وو.
نوموړي وویل ادعا وکړه چې د خاموشه کېدو په بدل کې ورته د ګورنر تر چوکۍ لا وړاندیزونه شوي دي خو د ده په وینا له خپلې مبارزې به پرشا نشي.
“دوی مخامخ راځي او په کوټه کې په کېمپ کې راسره کښېني او وايي چې اوس دې عمر تېر دی لاړ شه کور ته او له دړکو سره د مراعاتو هم راته وايي خو زه ورته وایم چې له تاسو سره یوازې دوې لارې دي یا به مې لا درکه کړی او یا به مې مړی وغورځوی خو زه به خپله سوله ییزه مبارزه تر هغه وخته جاري ساتم چې ورک کړل شوي کسان نه وي دا پیدا شوي.”
قدیر بلوڅ دا هم وویل چې ځینې ورک کړل شوي بلوڅ وګړي خوشي شوي دي خو د نورو تښتولو لړۍ لا تونده شوې ده.
“د خلکو په لا درکه کولو کې ډېره توندي راغلې ده ، نه یم خبر چې دوي په دې اړه تګلاره بدله کړې ده چې پورته یې کړی ، تر اوسه له ما سره د ۵۰ زره ورک کړل شوو لسټ پروت دی ، که یې هر څوک او هره اداره لیده غواړي را دې شي زه به یې ور ښکاره کوم ، په ورک کړل شوو کې د ۱۰ زرو مړي غورځول شوي دي او په دې کې ډله ییز قبرونه هم شامل دي.”
“د ورکو کسانو کورنۍ وايي چې ۳۵۰ کسان ورک دي او زه نه یم خبر چې دا د پنځه زره او شپږ زره کسانو فهرست بیا له کومه راوړل کېږي. د وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز مشر نصرالله بلوڅ حال راکړی چې نژدې درې نیم سوه کسان راخوشي شوي دي.”
د ورک کړل شوو بلوڅانو لپاره مبارزه کوونکی سازمان – وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز – او یو شمېر بلوڅ ملتپال د ورک کړل شوو کسانو تور د پاکستان پر پوځ او جاسوسي ادارو پورې کوي خو حکومت او پوځ دواړه دا تورونه ردوي.
https://avapress.com/vdciprarvt1auv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته