دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۲
د مطلب کود : 202847
هرات-غور پرلاره طالبانو یو ټپي سرتیری تیرباران کړی دی
په غور کې امنیتی سرتیری تاییدوی چی مسلح طالبان د هرات-غور په لویه لاره کې یو ټپی سرتیری په ډزو وژلی دی.

 
 
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-هرات: عبدالمعروف رامش، د غور پولیسو قوماندانی ویاند ددی پيښی په تایید سره وایی چی تیره ورځ یو پولیس سرتیری د درملنې وروسته د هرات څخه غور لوری ته په حرکت وو، د طالبانو له لوری پیژندلو وروسته د لاری په اوږدو کې په ډزو وژلی دی.
 
هغه زیاته کړه: دا سرتیری څو ورځې مخکې د طالبانو سره په نښتو کې د غور ولایت تیوره ولسوالی کې ټپی شوی وو چی د درملنې لپاره هرات ته تللی وو او غور پرلاسه په شهادت ورسیده.
 
تراوسه طالبان په دی اړه څه نه دی ویلی.
 
https://avapress.com/vdci5raryt1auv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته