دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۱:۱۶
د مطلب کود : 202851
د کندهار ولایت يو شمېر ځوانان وايي، چي په ودونو کي د ډيرو لگښتونو د برابرولو له پاره يې ډيرو مزدوريو ملاوي ورماتي کړي او په ډير تکليف سره پيسې برابروي.
په افغاني ټولنه کي ډېری داسي ناوړه کلتوري دودونه سته چي د ټولني په بېلابېلو برخو کي يې خلک زيانمن کړي دي. له دې ناوړه کلتوري دودونو څخه يو هم لوړ ولور او په ودونو کي زيات او لوړ مصارف دي.
که څه هم اوس په يو شمېر سيمو کي د ولور پر خلاف قومي مشرانو او ديني عالمانو کلکه مبارزه پيل کړې ده، خو په ځينو سیمو کي لاهم لوړ ولور اخيستل کېږي. دغه راز د واده پر وړاندي بله جدي ستونزه په واده کي د خوړو پر سر لوړ مصارف دي.
دې حالت اوس د سيالۍ بڼه اخيستې ده. که په يوه کلي يا يو محل کي يو شتمن په واده کي ډېر مصروفونه کوي، نو يوه بله کورنۍ چي اقتصادي وضعيت يې ښه نه وي، هغه هم په دې خاطر لوړ مصارف کوي، چي په کلي، قوم او خپلوانو کي کم را نه سي.
يو شمېر کندهاريان وايي، چي پخوا د ودونو په خوړو کي د کليوالو او خپلوانو له پاره ډېر ساده خوراک برابرېدی، چي په اقتصادي لحاظ ډېر کم لګښت ورباندي راتلی، خو اوس برعکس ډېر لوړ خوراکونه برابرېږي او د پخوا په پرتله لس چنده لوړ لګښت ورباندي راځي.
کندهاریان وايي چي دا د يوې غريبي کورنۍ له پاره جدي ستونزه ده او ډېری کورنۍ خو د اقتصادي ستوونزو له امله ان ودونه په ډېر پاخه عمر کي کوي.
۲۰ کلن ځوان، ثناء الله د کندهار ښار اوسېدونکی دی. نوموړی همدا مهال د خپل واده له پاره د ولور او د واده په جریان کي د مصارفو د پرې کولو له پاره د پیسو په پیدا کولو لګیا دی. نوموړى وايي، چي د خسرګنۍ له پاره يې یو اندازه ولور پیدا کړی خو یوه اندازه لا نور پاته دی چي په ډيرو ستونزو ورپوره کېږي. هغه اوس د پاته پیسو د پیدا کولو او د واده د خوړو په اړه په انديښنه کي دی او اړ دی، چي په واده کي د ښه خوراک له پاره له بل چا څخه يو اندازه پيسې پور کړي.
په کندهار کي دا مهال د يوه ځوان د واده ټول لګښت يو ميليون افغانيو ته رسيږي ، چي ډېرو کورنيو ته د دومره زياتو پيسو ګټل ستونزمن دي او اړ دي چي د دې زياتو لګښتونو له پاره بهرنيو هيوادونو ته په قانوني او يا غيرقانوني توګه سفرونه وکړي.
دا په داسي حال کي ده، چي په یو شمېر نورو ولايت کي ځيني قومي مشرانو دا پرېکړه کړې ده، چي ولور به نور تر دوه لکه او پنځوس زره افغانۍ پورته نه اخيستل کېږي.
د يوشمېر کندهاري ځوانانو په خبره، که په کندهار کي هم قومي مشران دغسي پرېکړه وکړي، نو ډيره ښه نتيجه ورکولای سي. دوی وايي، په کار ده چي په ودونو کي د لوړو لگښتونو په اړه کندهار کي هم دغه ډول يوه پرېکړه وسي.
ديني عالمان او د کندهار قومي مشران په دې برخه کي د عامه ذهنيت جوړونه ډيره اړينه بولي او وايې، چي که په دې برخه کي د مسجدونو امامان او د رسنيو کارکوونکي د عامه پوهاوي پروګرامونه په لاره واچوي زيات امکان سته چي په دې برخه کي خلک وپوهيږي او په راتلونکي کي د ودونو زيات مصارف را کم کړي.
د کندهار ښار د يوې مرکزي مسجد جامع امام مولوي محمد حسن وايي چي د اسلام په مبارک دين کي هم د زيات اسراف منع راغلې ده او مسلمان د زوم د کورنۍ د وس سره سم په واده کولو مکلف سوي دي.
نوموړی وايې که ديني عالمان په دې برخه کي خپل مسووليت ته متوجه سي، نو د خلکو عامه ذهنيت به تغير وکړي او د دې ناوړه کلتور له منځه وړلو ته به متوجه سي.
د کندهار قومي مخور حاجي عبدالکريم مخلص رسنۍ هم مکلفي بولي او وايې که په رسنيو کي عام پيغامونه جوړ او خپاره سي نو، د خلکو د فکرونو په ترميم کي ډير مثبت رول لري.
د افغان اوربند اوونيزي موندني ښيې،چي په کندهار کي هره مياشت تر سل زيات ودونه په سوداګريزو هوټلونو کي کيږي او د دې لاري هره مياشت تر شل ميليونه زياتي افغانۍ بې ځايه مصرفيږي.
د دې راپور وروستۍ پايله داسي ده، چي که د دغو ودونو دا زيات مصارف را وګرځول سي نو نژدې هره مياشت به لس ميليونه افغانۍ سپما سوي وي.
https://avapress.com/vdcdkx0xfyt0zj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته