د دغې خونې ویاند جان اقاد نوید ته وویل، افغان حکومت چمتو دی چې دوی ته روډپاسونه ورکړي او پاکستانۍ لارۍ باید حتماً روډ پاس ولري.
ښاغلی نوید وايي: "دا چې دوی له افغان موټرو د روډ پاس غوښتنه کوي، افغان حکومت هم تصمیم نیولای چې پاکستاني لارۍ دې افغانستان ته د راتګ روډ پاس واخلي چې روډ پاس واخلي ستونزه حل ده."
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې افغان حکومت له تېرو دوو ورځو دا پرېکړه کړې.
د دغه وزارت ویاند سمیر رسا ازادي راډیو ته وویل، له پاکستاني لوري سره په خبرو بوخت دي، څو پاکستاني موټر چلوونکي افغانستان ته د داخلېدو روډ پاس ترلاسه کړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، دا اقدامیې له افغان لاریو د پاکستان د روډ پاس د غوښتنې په بدل کې کړی، که پاکستانۍ لارۍ روډ پاس ترلاسه کړي، افغانستان ته داخلېدو اجازه به ورکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)