کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غني، ټولې دولتې تصدۍ په یوه نوي شرکت کې مدغمې اعلان کړې

16 دلو 1398 ساعت 19:13


ولسمشر غني د یو تازه فرمان له مخې ټولې ۸ دولتي تصدۍ یو تر بله مدغم کړې او د انکشاف ملي شرکت د رامنځته کېدو امر یې کړی دی.
د ولسمشر د تازه فرمان له مخې ویلي د کور جوړونې تصدي، د بنايي ساختماني تصدي، افغاني دستګاه، د هلمند ساختماني تصدي، د غوري سیمنټو فابریکې، د جبل السراج د سمنټو فابریکه، د ارزاقو تصدي او د کندهار د کرنیزو فارمونو تصدي دې په یو بل کې مدغم شي او د دوی لپاره دې نوی د انکشاف ملي په نوم شرکت تشکیل شي.
ولسمشر همدا راز د ارګ د عملیاتي ادارې مرستیال عبدالرحمن عطاش د دغې نوي دولتي شرکت اجرائیوي مشر ټاکلی چې په وینا یې د کابینې او عالي شوراګانو په ناستو کې به هم ګډون کوي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د تصدیو د ادغام چاره یې د دولتي تصدیو د انسجام او کارونو د ښه والي لپاره کړې ده.
د ولسمشر د تازه فرمان له مخې مالیې وزارت ته امر شوی دی چې د انکشاف ملي شرکت لپاره دې لومړنۍ بودیجه دوه میاشتو کې ورکړي او بیا دې د دغې شرکت ټوله بودیجه د ارګ د عملیاتي ادارې له جیبه ورکول شي.


د مطلب کود: 202861

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202861/ولسمشر-غني-ټولې-دولتې-تصدۍ-په-یوه-نوي-شرکت-کې-مدغمې-اعلان-کړې

آوا
  https://www.avapress.com