دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۴
د مطلب کود : 202878
په مسکو کې د ارمان لوڼي او پي ټي ایم په ملاتړ غونډه
د روسیې په مرکز مسکو کې د آرمان لوڼي د لومړي تلین په مناسبت د PTM په ملاتړ غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې سلګونو افغان فرهنګیانو، سپین ږیرو، لیکوالو، علمي شخصتیونو او محصلینو برخه اخیستې وه. د یادې غونډې آره موخه د لوی افغانستان د شهید آرمان لوڼي لمانځنه، د PTM ملاتړ او د منظور پښتین د خوشي کېدو غوښتنه وه.

د لوی افغانستان شهید آرمان لوڼی تېرکال د فبروري په ۲مه د پاکیستاني پولیسو لخوا پر سر سر ووهلو شو او له سختو ټپونو وروسته یې ځای پر ځای ساه ورکړه.
په مسکو کې د روان کال د فبروي په ۲مه افغانان راټول شول د آرمان لوڼي روح ته یې دعا وکړه او پاکیستان یې د ترهګرۍ پر زیږون تورن کړ.

ډاکتر شیر حسن حسن غونډې ته په وینا کې وویل، چې پاکیستان افغانانو سره ښکاره ظلم پیل کړی دی، د هغه په وینا له یوې خوا ترورېست پاکیستان ترهګر روزي، په افغانستان کې مذهبي تروریستي فکر ترویجوي او بلخوا د افغانانو په ځانګړې توګه د پښتنو د بشر حقونو فعالین سرکوبوي او وژني یې.
نوموړي پر نړیوالو غږ وکړ چې پاکیستان وګواښي او زر تر زره دې د دغه سپېڅلي حرکت مشر منظور پښتین راخوشی کړي. د هغه په وینا د پښتون ژغورنې غورځنګ په شلو کلونو کې لومړی لوی غورځنګ او حرکت دی، چې په ښکاره نارې وهي، پاکیستان ترهګر تولیدوي، روزي یې او پښتانه پرې ځپي. 
د غونډې د ویاندویۍ چارو مسوول ډاکټر اسدالله نوري وویل، چې د منظور پښتین له نیولو سره سم په ټوله نړۍ کې د پاکیستان پر خلاف لاریونونه روان دي او له نړیوالو غواړي، چې پر پښتون قوم د ترورېست پاکیستان ظلمونه ودروي. هغه په ټوله نړۍ کې پر مېشتو افغانانو غږ وکړ، چې د پاکیستان د ظلمنو پر وړاندې لا شور جوړ کړي او خپل غږ تر نړیوالو ورسوي. د نوري په خبره د PTM ملاتړ د افغانستان لپاره یوه حیاتي مسله ده، ځکه چې ير ډیورېنډ کرښه پاکیستان له موږ سره ستره ستونزه لري، دا کرغېړنه کرښه نه موږ منو او نه یې د کرښې هاخوا مېشت پښتانه مني.
له پېښوره د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښې غړې سنا اعجاز د ټلیفون له لارې غونډې ته وینا وکړه او ویې ویل چې د آرمان لوڼي آرامان به پوره کوي، د آغلې اعجاز په خبره د افغانستان د پښتنو او زموږ درد یو دی، پاکیستان دې پر پښتنو ظلمونه ودروي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر دې راخوشی کړي.
ډګروال جمعه دارخان وویل، چې دا حرکت یوازې د پښتنو ندی، بلکې په ټولو افغانانو پورې تړلی دی، نوموړی وویل، موږ ټول له پاکیستان سره ستونزه لرو او دا به په ګډه حلوو.
عمر ننگیار، جنرال زلمي ویسا، ډاکتر گل احمد ترکي، ډاکتر رحمان الدین سراجي، ډگروال حاجی نادر خان، اختر محمد صافي، فیض محمد ویال، عبداولي سرتور، اجمل هوتک، میرویس ویال او نورو ځوانانو په دغه غونډه کې ویناوې وکړې او له پاکیستان یې وغوښتل چې زر تر زره دې منظور پښتین راخوشی کړل شي.
 
https://avapress.com/vdccmiqi42bqx48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته