دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۶
د مطلب کود : 202879
د ملا هیبت الله او ملا محمد رسول طالبان سره یوځای شول
په افغانستان کې په جګړه بوختو وسله والو طالبانو دوې جلا شوې ډلې نن په یوه پراخه غونډه کې سره یوځای شوې . د ملا عبدالروف مردان په مشري د ملا محمد رسول اخوند ټولو وسله والو طالبانو په یوه خوله نن د بلوچستان ایالت په سر ښار کوټه کې د ملا هیبت الله اخوند بعیت وکړ او هغه یې د طالبانو د مشر په صفت ومانه . ملا عبدالروف د طالبانو د واکمني پر مهال د خوست والي‌او نظامي مسئول پاتې شوی دی . د طالبانو د ملا محمد رسول د ډلي له لوري له ملا هیبت الله ډلي‌ سره د یوځای کېدو پرېکړه په داسي ‌وخت کې کېږي‌ چې پخپله ملا محمد رسول له شاوخوا (۵) کلونو راهیسته د پاکستان د استخباراتي ‌ادارې آی ایس آی په زندان کې دی .

.

له ۲۰۰۱ کال وروسته د افغان طالبانو مشر ملا محمد عمر د طالبانو اداره داسي کوله چې په هغه پسي د نړۍ استخبارات ګرزدل . په ۲۰۰۷ کال کې د طالبانو د تحریک دویم کس او د ملا محمد عمر مرستیال ملا عبیدالله د پاکستان له‌خوا ونیول شو او په ۲۰۱۰ کال کې په زندان کې مړ شو.
د ملا عبیدالله له نیول کېدو وروسته، ملا عبدالغني برادر د ملا محمد عمر مرستیال وټاکل شو او د ملا برادر مرستیال بیا ملا اختر محمد منصور و.
په ۲۰۰۹ کال کې د ملا عبدالغني برادر له نیول کېدو وروسته، ملا اختر محمد منصور د ملا محمد عمر مرستیال (د طالبانو دويم نمبر کس) شو او د طالبانو د تحریک تنظیمي چارې يې پرمخ وړلې.
په ۲۰۱۳ کال کې د ملا محمد عمر له مړینې وروسته، د طالبانو د تحریک بشپړ واک ده ته انتقال شو. البته  د ملا محمد عمر مرګ د ۲۰۱۵ کال تر جولای میاشتې پورې پټ وساتل شو.
د ملا محمد عمر د مرګ خبر د «د پاکستان دمري» له مخامخ خبرو اترو وروسته افشا شو. افغان طالبانو هم د خبر له افشا کېدو څو ورځې وروسته دغه خبر تایید کړ او ترڅنګ یې ځای‌ناستی ملا اختر محمد منصور غوره کړ. د ملا منصور له ټاکل کېدو سره، د افغان طالبانو په لیکو کې اختلافات پيل شول؛ خو ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو څو مياشتې وړاندې، تر ډېره دغه اختلافات کم کړل او ترڅنګ یې د ملا ذاکر، د ملا محمد عمر کورنۍ (ملا یعقوب او ملا عبدالمنان) او ملا حسن رحماني ملاتړ هم ترلاسه کړ. البته د ملا محمد رسول ډله هم هغسي‌ پاتې شوه .
د ملا محمد رسول له بغاوت سره هم مهاله ددغې ډلي مشر د پاکستان استخباراتو بندي کړ او ددغې ډلي مشري ملا عبدالروف ته ورتر غاړي شوه .‌
د ملا محمد رسول ډله چې تر ډېره یې دافغانستان په لوېدیځ کې فعالیت کاوه له امریکا يي ځواکونو ؛ افغان امنیتي سرتېرو ؛ داعش ترهه ګري ډلي‌ او وسله والو طالبانو سره هم مهاله جنګېدله .
د جګړو دا لړې تر نن ورځي را ورسېده ،خو د ملا عبدالغني برادر په هدایت دوی ته زمینه سازي وشوه چې نور اختلافاتو ته شا کړي او د ملا هیبت الله اخوند بعیت وکړي‌.
اوس د طالبانو له لوري خپل منځي اختلافات ظاهرآ په بشپړه توګه له منځه تللي او وی به د یوه قوي موقف له اړخه له امریکا سره خبري کوي .
بل لورته تر دم ګړیه وسله والو طالبانو په دې تړاو څه نه دي‌ویلي ، خو خبریال ویب پاڼې ته د طالب سرچینو له لوري هغه اسناد او شواهد رارسېدلي چې دوی نن په کوټه کې سره یوځای شوي وو.   
 
https://avapress.com/vdcd5x0xnyt0zj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته