په افغانستان کې په جګړه بوختو وسله والو طالبانو دوې جلا شوې ډلې نن په یوه پراخه غونډه کې سره یوځای شوې .
د ملا عبدالروف مردان په مشري د ملا محمد رسول اخوند ټولو وسله والو طالبانو په یوه خوله نن د بلوچستان ایالت په سر ښار کوټه کې د ملا هیبت الله اخوند بعیت وکړ او هغه یې د طالبانو د مشر په صفت ومانه .
ملا عبدالروف د طالبانو د واکمني پر مهال د خوست والياو نظامي مسئول پاتې شوی دی .
د طالبانو د ملا محمد رسول د ډلي له لوري له ملا هیبت الله ډلي سره د یوځای کېدو پرېکړه په داسي وخت کې کېږي چې پخپله ملا محمد رسول له شاوخوا (۵) کلونو راهیسته د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی په زندان کې دی .
.
له ۲۰۰۱ کال وروسته د افغان طالبانو مشر ملا محمد عمر د طالبانو اداره داسي کوله چې په هغه پسي د نړۍ استخبارات ګرزدل . په ۲۰۰۷ کال کې د طالبانو د تحریک دویم کس او د ملا محمد عمر مرستیال ملا عبیدالله د پاکستان لهخوا ونیول شو او په ۲۰۱۰ کال کې په زندان کې مړ شو.
د ملا عبیدالله له نیول کېدو وروسته، ملا عبدالغني برادر د ملا محمد عمر مرستیال وټاکل شو او د ملا برادر مرستیال بیا ملا اختر محمد منصور و.
په ۲۰۰۹ کال کې د ملا عبدالغني برادر له نیول کېدو وروسته، ملا اختر محمد منصور د ملا محمد عمر مرستیال (د طالبانو دويم نمبر کس) شو او د طالبانو د تحریک تنظیمي چارې يې پرمخ وړلې.
په ۲۰۱۳ کال کې د ملا محمد عمر له مړینې وروسته، د طالبانو د تحریک بشپړ واک ده ته انتقال شو. البته د ملا محمد عمر مرګ د ۲۰۱۵ کال تر جولای میاشتې پورې پټ وساتل شو.
د ملا محمد عمر د مرګ خبر د «د پاکستان دمري» له مخامخ خبرو اترو وروسته افشا شو. افغان طالبانو هم د خبر له افشا کېدو څو ورځې وروسته دغه خبر تایید کړ او ترڅنګ یې ځایناستی ملا اختر محمد منصور غوره کړ. د ملا منصور له ټاکل کېدو سره، د افغان طالبانو په لیکو کې اختلافات پيل شول؛ خو ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو څو مياشتې وړاندې، تر ډېره دغه اختلافات کم کړل او ترڅنګ یې د ملا ذاکر، د ملا محمد عمر کورنۍ (ملا یعقوب او ملا عبدالمنان) او ملا حسن رحماني ملاتړ هم ترلاسه کړ. البته د ملا محمد رسول ډله هم هغسي پاتې شوه .
د ملا محمد رسول له بغاوت سره هم مهاله ددغې ډلي مشر د پاکستان استخباراتو بندي کړ او ددغې ډلي مشري ملا عبدالروف ته ورتر غاړي شوه .
د ملا محمد رسول ډله چې تر ډېره یې دافغانستان په لوېدیځ کې فعالیت کاوه له امریکا يي ځواکونو ؛ افغان امنیتي سرتېرو ؛ داعش ترهه ګري ډلي او وسله والو طالبانو سره هم مهاله جنګېدله .
د جګړو دا لړې تر نن ورځي را ورسېده ،خو د ملا عبدالغني برادر په هدایت دوی ته زمینه سازي وشوه چې نور اختلافاتو ته شا کړي او د ملا هیبت الله اخوند بعیت وکړي.
اوس د طالبانو له لوري خپل منځي اختلافات ظاهرآ په بشپړه توګه له منځه تللي او وی به د یوه قوي موقف له اړخه له امریکا سره خبري کوي .
بل لورته تر دم ګړیه وسله والو طالبانو په دې تړاو څه نه ديویلي ، خو خبریال ویب پاڼې ته د طالب سرچینو له لوري هغه اسناد او شواهد رارسېدلي چې دوی نن په کوټه کې سره یوځای شوي وو.