د اووم مقام لپاره په دې سیالۍ کې پچه د سوت افریقا ۱۹ کلنې کرکټ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه کړه چې افغانستان ته یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د ۱۵۵ منډو هدف ورکړ، خو دفاع یې ترې ونه شوه کړی.
په دغې مهمه لوبه کې د کوربه سویلي افریقایۍ لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې بیرډ ۳۴ او بریټ بیا ۲۲ منډې تر نورو ډیرې جوړې کړې چې د هدف په ټاکلو کې څه ناڅه ښه رول ولوبوه.
د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې یو ځل بیا شفیق الله غفاري څلور لوبغاړي وسوځول، ورسره فضل الحق درې، عبدالرحمان دوه او زوهیب هم یو لوبغاړی په وروستیو کې وسوځاوه.
د افغانستان نولس کلنې لوبډلې ټاکل شوی د ۱۵۵ منډو هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۱م اور کې د ابراهیم ځدران په زړه پورې توپ وهنې سره پوره کړ.
د افغانستان لپاره پیلیز لوبغاړو ابراهیم ځدراڼ ۷۳ منډې وکړې، صدیق الله اتل ۴۰ او عبدالرحمان ۲۲ منډې وکړې چې ټاکل شوی هدف یې بې له کوم خطره پوره کړ.
د سوت افریقا لپاره په توپ اچونه کې موډیمکوني دوه لوبغاړي وسوځول او وان ورین او پارسونی یو-یو افغان لوبغاړی له مخې پورته کړ، خو سیالي یې بایلوده.
دا سیالي افغانستان د پنځو ویکټو په شتون کې وګټله چې په دې سره یې په نړیوال جام کې د اووم مقام په ترلاسه کولو سره خپل سفر پای ته ورساوه.
د نولس کلنو په دې نړیوال جام کې افغانستان د ګروپي سیالیو په لړکې هم په خپله لومړۍ لوبه کې سویلي افریقا ته ماته ورکړې وه، په دوهمه کې متحده عربي امارتو ته او دریمه یې د باران اورښت له امله بې پایلې اعلان شوه.
په دوهم پړاو یا کوارټر فاینل لوبه کې بیا افغانستان خپله لوبه له پاکستانه بایلوده چې بیا یې د شپږم پړاو ته د تګ پر مهال له اسټرالیا ماتې ومنله، خو نن یې بیا د اووم مقام په ګټلو سره سفر پای ته ورسوه.
په ټوله کې افغانستان د نړیوال جام د ۱۶ لوبډلو په قطار کې په دې سره اووم مقام ترلاسه کړ، د غه راز یې بیا په خپل ګروپ کې د سوت افریقا وړاندې لومړی مقام وګاټه.
د یادولو ده چې د دې د نړیوال جام پر مهال افغان توپ اچوونکي شفیق الله غفاري نړیوال ګوته پر غاښ کړي و چې په پنځو لوبو کې ټوټل ۱۶ لوبغاړي وسوځول.