دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۶
د مطلب کود : 202894
افغان حکومت پر خپل هوايي حریم کنټرول نه لري
افغان حکومت پر خپل هوايي حریم کنترول نه لري، دغه ټکی د افغانستان د هوایي ځواکونو پخواني قوماندان څرګند کړ. د افغان وطن هوایي حریم د طالبانو د واکمني له ړنګیدو وروسته د افغان دولت له کنټروله بحر دی. له هغه دمخه طالبانو پر حریم کنټرول درلود که څه هم هغوي سمبال رادار سیستمونه نه لري.

د هوایي حریم د کنټرول او نه کنټرول خبره وروسته تر هغه را پورته شوه چې تیره اونۍ په غزني کې یوه امریکايي الوتکه را ولویده.
افغان دولت د دغې پیښې له رامنځ ته کیدو سره سم څو ساعته رسنیو ته د قناعت وړ ځواب نه درلود.
د افغانستان د هوایي او مدافع هوايي ځواک پخوانی قومندان عتیق‌الله امرخېل وايي، افغانستان پخوا د رادار سېسټم شبکه او د هوایي حریم د کنټرول لپاره بشپړ وسایل درلودل، خو د تنظیمي جګړو پر مهال ټول لوټ او ورک شول چې په وینا یې، اوس نه د رادار شبکه شته او نه هم کشفي الوتکې.
ویل کیږي چې رادار دستګاوي او نور هغه وسایل چې هوایي حریم به پرې کنټرولیدل د مجاهدینو په راتګ چور تالا شول او ځيني هغه یي په پاکستان وپلورل شول.
جنرال امرخیل  د غزني  پېښې ته په اشارې چې یوه بهرنۍ الوتکه راوغورځول شوه یا هم د تخنیکي ستونزو له کبله را ولوېدله وايي، د ساعتونو په تېرېدو ان د ولسمشر مرستیال لا د الوتکې په اړه کره معلومات نه لرل.
د نوموړي په وینا، له دغې پېښې ښکاري چې د افغانستان هوایي حریم د افغانانو په کنټرول کې نه دی او له وړو رادار سېسټمونو پرته چې یوازې د هوایي ډګر پر شاوخوا کنټرول لري، د رادار مجهزه شبکه نشته.
خو د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر یو پخوانی چارواکی چې نه غواړي نوم یې یاد شي،  بیا  ويلي چې په دې وروستیو دوو کلونو کې یې ځینې تجهزات او رادار سېسټم ترلاسه کړی، خو په وینا یې، د افغانستان د هوایي حریم کنټرول له افغانانو سره نه، بلکې له بهرنیانو سره دی.
دغه چارواکی وایي چې ناټو قواوي او د امریکې دولت د هوايي حریم کنټرول په لاس کې لري.
په همدې حال کې د افغانستان د ملکي هوایي چلند د ټرافیکو رییس غلام‌معصوم معصومي دغه څرګندونې ردوي او وايي، د افغانستان هوایي حریم له ۲۰۱۵ کال راهیسې په بشپړه توګه د افغانانو په واک کې دی.
معصومي زیاتوي، سره له دې چې ځینو تجهزاتو ته اړتیا لري، خو د حامد کرزي او د کندهار په هوایي ډګرونو کې د رادار وړې دستګاوې او ځینې نور تجهیزات او په ټولو هوایي ډګرونو کې د ټاور سېسټم لري او پروازونه کنټرولوي.
د هغه په وینا، د غزني د تېرې ورځې پېښې په اړه یې هم ټول معلومات لرل او هر څه یې په کنټرول کې وو.
خو د شنونکیو په وینا، له تنظیمي جګړو وړاندې د افغانستان په ټولو هوایي ډګرونو کې د رادار شبکې فعاله او مدافع هوایي ځواک موجود و چې له افغان خاورې څو کیلومتره لرې به یې په ګوته کول چې بهرنۍ ملکي یا جنګي الوتکې په کوم واټن کې د افغانستان پولې ته نږدې کېږي او تر څنګ یې د مخنیوي لپاره هم هوایي مدافع فعاله وه.
د دوی په وینا، له ۲۰۰۱ کال وروسته د افغانستان هوایي حریم په بشپړ ډول د ناټو د غړیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د امریکایي ځواکونو په واک کې و چې په ۲۰۱۵ کال کې بېرته افغان ځواکونو ته وسپارل شو
 
https://avapress.com/vdcaounuy49nwa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته