کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ډونالډ ټرمپ له استیضاح وژغورل شو

17 دلو 1398 ساعت 13:13

د نږدې یوې میاشتې راهیسې د امریکا د کانګریس له لوري د “ولسمشر ټرمپ” د استیضاح قضیه مخ ته وړل کېده، خو پرون د ورځې په اوږدو کې د دې هېواد د سنا ډیری غړو ټرمپ ته برات ورکړ.
په ټرمپ دوه تورونه و چې ګواګې خپل واک یې په سمه توګه نه دی کارولی، دغه راز یې د کانګرېس په چارو کې لاس وهنه کړې او هم یې خنډونه راپيښ کړي دي.
خو د امریکا د سنا غړو د دغو دواړو قضیو په اړه رایګري وکړه چې په نتیجه کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ملاتړ پرېکړه وشوه او هغه ته برات ورکړل شو.



د رایو پر مهال د ډونالډ ټرمپ له لوري د واک په سمه توګه د نه کارولو په قضیه کې د سنا ۵۲ سلنه غړو په نوموړي دغه تور رد کړ، خو ۴۸ سلنه غړو یې وویل،چې ټرمپ واک په سمه توګه نه دی کارولی چې په دې قضیه کې ولسمشر ټرمپ بریالی اعلان شو.
دغه راز په دوهمه قضیه کې هم چې ګواکې ټرمپ د کانګریس په چارو کې لاس وهنه کړې او خنډونه یې رامنځته کړي ۵۳ سلنه رایې په خپل حق کې ترلاسه کړې او ۴۷ رایې پر ضد وکارول شوې چې په دې توګه یې دواړه قضیه وګټلې.
د امریکا سنا ټوټل سل غړي لري چې ډیری غړو یې په حق کې فیصله وکړه او هغه یې په خپلو پرېکړ کې زړور او بریالی ولسمشر یاد کړ چې په دې سره یې له استیضاح وژغوره.
که ټرمپ ته برات نه وی ورکړل شوی نو هغه به د امریکا دریم ولسمشر و چې استیضاح شوی وی، دغه راز یې که کمې رایې هم وړې وې ممکن له دندې ګوښه شوی وو.
خو ټرمپ وایي، چې نوموړي تر اوسه پورې له واک څخه ناوړه ګټه نه ده پورته کړې او نه یې هم کوم غیر قانوني کار کړی، هره پرېکړه یې بیلا دلیلونه له ځانه سره لري.
د ولسمشر ټرمپ د استیضاح اسناد د دې هېواد د استازو مجلس د یوې پرېکړې له مخې راټول شوي و او د دغه هېواد سنا ته یې استولي وو.
هغه مهال د امریکا د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي امریکایي رسنیو ته ویلي وو چې دوی د دوو میاشتو مسلسل هڅو وروسته د ټرمپ د استیضاح اسناد راټول کړي و او سنا ته یې سپارلي.
نانسي پلوسي په ولسمشر ټرمپ باندي تل نیوکي کوي چې ګواکې د واک د ترلاسه کولو له لومړي کال نیولې آن تر دې دمه یې د خپل واک څخه د شخصي ګټو لپاره کار اخیستی او د امریکا او د ولس ګټو ته یې پکې لومړیتوب نه دی ورکړی.
خو ټرمپ وایي، چې د هغه لپاره یوه لویه دسیسه جوړه شوې وه چې ګواکې نوموړی به د استیضاح له لاري له واک څخه ښکته شي، خو پر وینایې دې ډول موضوعاتو ته باید ارزښت ورنکړو او په نورو لارو باید فکر وکړو.
 


د مطلب کود: 202897

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202897/ډونالډ-ټرمپ-له-استیضاح-وژغورل-شو

آوا
  https://www.avapress.com