کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په یوه کال کې ۱۱ زره شرکتونو د فعالیت جوازونه اخیستي

17 دلو 1398 ساعت 14:29

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي دي چې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې څه کم ۱۱ زره نوو شرکتونو د فعالیت جوازونه اخیستي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر وینا چې د ۱۱ زره نوو شرکتونو د جوازونو د اخیستلو ترڅنګ په لسګونه نورو شرکتونو بیا خپل جوازونه لغوه اعلان کړي دي.



د دغه وزارت ویاند سمیر رسا رسنیو ته ویلي دي چې په تېر ۲۰۱۹ ز کال کې په افغانستان کې خورا ډیرو ۱۰ زره او ۹۰۰ شرکتونو د فعالیت نوي جوازونه اخیستي دي چې دا مهال د هېواد په ډیری ولایتونو کې په فعالیتونو باندې بوخت دي.
رسا وایي، چې په وړم، ۲۰۱۸ کال کې بیا دا شمیره څه د پاڅه ۸ زره جوازونو ته رسېده، خو په ۲۰۱۹ز کال کې شاوخوا د ۲۵۰۰ جوازونه زیاتوالی راغلی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند زیاتوي چې همدا راز ۴۹۳ شرکتونو بیا خپل جوازونه بېرته لغوه کړي دي، چې دا شمېره په ۲۰۱۸ کال کې ۸۳۰ ته رسېده.
د رسا پر وینا د جواز په ورکړه کې اسانتیا او د خدماتو رونتیا د دې سبب شوې ده چې په افغانستان کې لویو لویو شرکتونو د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي دي.
نوموړی ټینګار کوي چې دغه وزارت به د جواز د ورکړې ترڅنک په ډیری نورو برخو کې هم اصلاحات راولي څو افغان شرکتونه دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ډیر کړي .
په دې وروستیو کې جواز اخیستونکو شرکتونو مسوولین هم خوښ دي چې د جواز د ورکړې ترڅنک ورسره د دغه وزارت له لوري د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې براخې مرستې شوي دي.
خو بل لورته وړمه ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اتو دولتي شرکتونو مدغم کېدو فرمان ورکړ او د ملي پراختیا شرکت د جوړولو حکم یې صادر کړ.
د افغان ولسمشر له لوري په خپاره شوي فرمان کې راغلي و چې د یاد ملي شرکت د جوړولو موخه د ملي برنامو او پروژو هرڅه غوره پلی کېدل دي.
د فرمان له مخې دا چاره به د هېواد له اقتصادي پراختیا او دغه راز دولتي تصدیو له انسجام سره هم د پام وړ هر اړخیزه مرسته وکړي.
د ولسمشر ير وینا دا بیلابیل شرکتونه به له دې وروسته د ملي پراختیا شرکت تر چتر لاندې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي، د دغې شرکت اجرائیه رئیس د ولسمشر د دفتر عملیاتي مدیر عبد الرحمان عطاش ټاکل شوی دی.
د ولسمشر دا پریکړه په ټولنیزو رسنیو خلکو ستایلې ده او د فساد سره د مبارزې په برخه کې لوی ګام بللی دی.
 


د مطلب کود: 202898

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202898/په-یوه-کال-کې-۱۱-زره-شرکتونو-د-فعالیت-جوازونه-اخیستي

آوا
  https://www.avapress.com