دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۶
د مطلب کود : 202899
د کابل- جلال اباد لویې لارې دویم لین سړک چارې ګړندۍ کېږي
د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي چې د کابل – جلال اباد په اوسني سړک د ترافيکي او نورو پېښو د مخنيوي په موخه د يادې لويې لارې د دويم لين سړک چارې ګړندۍ کيږي. د ننګرهار ولایتي اداره وایي، چې پرون په زیر زيربنايي چارو کې د ولسمشر غني سلاکار شاد محمد څرګند دغې ولایت ته د سفر پر مهال ژمنه وکړه چې د کابل- جلال اباد دویم لین سړک چارې به نورې هم ګړندۍ شي.

 جلال اباد په اوسني سړک باندې د زیاتو ترافيکي او نورو پېښو رامنځته کېدو د مخنيوي په موخه د يادې لويې لارې د دويم لين سړک د پاتې چارو ګړندۍ کېدو په برخه کې اقدامات کوي.
ولایت مقام وایي چې دې ولایت ته د نوموړي د سفر موخه د جلال اباد ـ کابل دویم لین سړک د پاتې چارو څخه لیدنه وه ترڅو ژر تر ژره یې کارونه پیل شي او د کابل ـ جلال اباد اوسنۍ لویه لاره باندې د ترافیکي او نورو پېښو مخنیوی وشي.
نوموړي د سفر بر مهال د درونټې د تونل څخه هم لیدنه وکړه ترڅو د ترافیکي حجم د کمولو په موخه دویم تونل او یا یې هم بدیل لاره باندې کار پیل کړي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د کابل – جلال اباد دويم لين سړک د پاتې چارو ډيزاين يې د پنځه ميليونه ډالرو په سپما سره تر سره کړی دی، چې له جوړيدو وروسته به تر څلويښت کالونو پورې دوام وکړي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل، هم دغې ولایت ته د شاد محمد سفر ګټور بللی دی او ډاډ یې ورکړ دی چې په دې ولایت کې به د سړکونو،پلونو او یو شمیر نورو پروژو د پلانونو د جوړیدو سره سم عملي شي.
نوموړي د ولسمشر غني دا ګام ستایلی دی او ویلي دي چې په دې وروستیو کې ولسمشر غني د خپلو ژمنو له مخې ننګرهار ته په زیربنايي او نورو برخو کې ځآنګړې پاملرنه کړې ده.
د درونټې تونل او یو شمیر نورو پروژو څخه د لیدنې پر مهال د ولسمشر د سلاکار ترڅنګ د ننګرهار د والي په ګډون یو شمېر نورو ولایتي چارواکو هم ګډون درلود.
ننګرهاریانو د ولسمشر غني دا ګام ستایلی دی چې د کابل- جلال اباد لویې لارې د ارزولو پر موخه یې خپل یو سلاکار دې ولایت ته را استولی وو..
د کابل – جلال باد لویه لار په اوسني وخت کې بیا په ژمي کې د مرګ ژوبلې ډګه لار بلل شوې ده چې پکې هره ورځ یو شمېر مسافر د ټرافیکي پېښو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
 
https://avapress.com/vdcf10d01w6dxca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته