ښاغلی صدیقي په دې اړه خپل ټویټ کې لیکي، چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د اقتصادي تعاملاتو په برخه کې د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا تر منځ د بریښنا د لېږد لومړنی تر ټولو لوی دهلېز وي.
د کاسا ۱۰۰۰ پروژه د قرغیزستان، تاجکستان، افغانستان او پاکستان تر منځ د بریښنا د لاین تېرېدنې پروژه ده چې له قرغیزستان او تاجکستان څخه به پاکستان او افغانستان ته ۱۲۰۰ کېلومتره د زر میګاواټه بریښنا لاین ترې وغځول شي.
دا په داسې حال کې ده چې بریښنا شرکت په دې تړاو ویلي وو، افغانستان د کاسا ۱۰۰۰ پروژې لپاره ټول مقدماتي کارونه کړي دي او ژر به یې د لاین غځولو کارونه پيل شي.