خوښ ديک ۰

کرونا ویروس؛ د چین نوزېږ ماشوم کې کرونا ویروس

چین کې د یوه ماشوم تر زېږېدو یوازې ۳۰ ګړۍ وروسته په هغه کې کرونا ویروس تشخیص شوی دی. د حکومتي رسنیو د رپوت له مخې، دا تر ټولو کم عمره انسان دی چې په کرونا ویروس اخته کېږي. دا ماشوم د فبرورۍ پر دویمه د وهان یوه ځايي روغتون کې زېږېدلی. وهان چې نژدې ۱۱ میلیونه وګړي لري، دا ناروغي پکې پیل او نورو سیمو ته خوره شوه.
کرونا ویروس؛ د چین نوزېږ ماشوم کې کرونا ویروس

د ماشوم له زېږون مخکې مور معاینه شوې وه چې نتیجه یې مثبته وه، خو لا هم دا روښانه نه ده چې دا ناروغي څنګه لېږدول شوې.
ډېر کم ماشومان پر دغه ویروس اخته شوي.
کرونا تر اوسه ۵۶۳ کسان وژلي او ۲۸ زره او اتلس کسان یې اغېزمن کړي دي.
د چین د ملي روغتیا کمېسون وايي، د وژل شویو ۸۰ سلنه له ۶۰ کلونو ډېر عمر لري او په دوی کې ۷۵ سلنه داسې کسان دي چې له مخکې هم په یوه نه یوه ناروغي اخته وو.
 
پنجشنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۷
د مطلب کود: 202902 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *