کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کرونا ویروس؛ د چین نوزېږ ماشوم کې کرونا ویروس

17 دلو 1398 ساعت 13:27

چین کې د یوه ماشوم تر زېږېدو یوازې ۳۰ ګړۍ وروسته په هغه کې کرونا ویروس تشخیص شوی دی.

د حکومتي رسنیو د رپوت له مخې، دا تر ټولو کم عمره انسان دی چې په کرونا ویروس اخته کېږي.

دا ماشوم د فبرورۍ پر دویمه د وهان یوه ځايي روغتون کې زېږېدلی.

وهان چې نژدې ۱۱ میلیونه وګړي لري، دا ناروغي پکې پیل او نورو سیمو ته خوره شوه.



د ماشوم له زېږون مخکې مور معاینه شوې وه چې نتیجه یې مثبته وه، خو لا هم دا روښانه نه ده چې دا ناروغي څنګه لېږدول شوې.
ډېر کم ماشومان پر دغه ویروس اخته شوي.
کرونا تر اوسه ۵۶۳ کسان وژلي او ۲۸ زره او اتلس کسان یې اغېزمن کړي دي.
د چین د ملي روغتیا کمېسون وايي، د وژل شویو ۸۰ سلنه له ۶۰ کلونو ډېر عمر لري او په دوی کې ۷۵ سلنه داسې کسان دي چې له مخکې هم په یوه نه یوه ناروغي اخته وو.
 


د مطلب کود: 202902

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202902/کرونا-ویروس-د-چین-نوزېږ-ماشوم-کې

آوا
  https://www.avapress.com