دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۴
د مطلب کود : 202904
هلمند کې ۵۰ بڼوالو ته د پستې باغونه جوړېږي
د هلمند د کرنې ریاست د بڼوالۍ د ملي پروګرام او مرسي کور موسسې د بدیل معیشیت پروګرام په اساس پر لسګونه جریبه ځمکه ۵۰ بڼوالو ته د پستې بڼونه نهالوي.

د هلمند د کرنې رئیس زلمی الکو وايي، د پلان له مخې به ۵۰ بڼوالو ته په نهر سراج ولسوالس کې د پستې باغونه جوړ کړي چې په دې تړاو یې روزنه هم ورکړې ده.
نوموړی وايي، د دغه پروګرام له مخې یې لومړی بڼوالو ته د پستې د پيوند، د ځمکې د اماده کولو، نقشې او نور مهم مسایل ورزده کړي دي.
نوموړی وايي، تر دې وړاندې يې هم په ۳۱۴ جریبه ځمکه د کروندګرو لپاره د پستې باغونه په دغه ولایت کې کرلي دي او دغه پروګرام ته به دوام ورکړي.
پسته د افغانستان د وچو مهمو مېوو څخه ده، چې ډېره د بدخشان، تخار، غور او دایکندي ولایتونو څخه ترلاسه کېږي.
 
https://avapress.com/vdccxiqi02bqxo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته