دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۴
د مطلب کود : 202906
بدخشان کې سینه بغل ته ورته وبا ۳ ورځو کې ۱۳ ماشومان وژلي
بدخشان په یمګان ولسوالۍ کې، سینه بغل ته ورته د یوې ناروغۍ خپرېدو له کبله ۱۳ ماشومان مړه شوي دي. د چارواکو په وینا، دغه ماشومان له ۵ کلنۍ کم عمر لري او په دریو ورځو کې یې په وشنګان سیمه کې د مړینو شمېره ۱۳ ته رسېدلې ده.

د چارواکو په وینا لا تر اوسه د دغې ناروغۍ د تشخیص په تړاو دقیق معلومات نه دي شوي خو ظاهرا دا ناروغي سینه بغل ته ورته ده او ګڼ ماشومان یې نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د کرونا ناروغۍ له وېرې له تاجکستان سره خپل سرحد په دې وروستیو کې وتاړه، همدا راز بدخشان ولایت د چین له سینګیانګ ایالت سره ګډه پوله لري.
که څه هم ډاکټران نه تاییدوي چې دا ماشومان به کرونا وژلي وي، خو د کرونا په اړه په دې وروستیو کې ټولې نړۍ تدابیر نیولي دي.
 
https://avapress.com/vdce7w8wpjh87oi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته