دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 202913
ولسمشر غني د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د عملي چارو بنسټ ډبره کېښوده
ولسمشر غني نن ( پنجشنبه سلواغې ۱۷ ) سروبي ولسوالۍ ته تللی، او هلته یې د کاسا زر پروژې د بنسټ ډبرې په اېښودو سره یې د یادې پروژې عملي کار پرانیست.
ولسمشر غني نن ( پنجشنبه سلواغې ۱۷ ) سروبي ولسوالۍ ته تللی، او هلته یې د کاسا زر پروژې د بنسټ ډبرې په اېښودو سره یې د یادې پروژې  عملي کار پرانیست.
ولسمشرۍ مانۍ وايي، چې ولسمشر غني نن له غړمې مخکې سروبي وسلوالۍ ته تللی، او هلته یې د برېښنا اتصال د یوې لويې سیمه ییزې پروژې “کاسا ۱۰۰۰ ” د بنسټ ډبرې پر اېښېدو یې د یادې پروژې د عملي چارو پرانیسته وکړه.
په همدې حال کې د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وايي، چې یادې پروژې پر پلې کېدو سره به اقتصادي تعاملات ډېر شي، او په لومړي ځل به له منځنۍ آسیا څخه سوېلي آسیا ته  د برېښنا دهلیز وغځېږي.
کاسا ۱۰۰۰ پروژه منځنۍ او سوېلي آسیا کې د برېښنا بازار کې یو له مهمو پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د تاجکستان او قرقیزستان برېښنا به د افغانستان له خاورې پاکستان ته لېږدول کېږي.
د یادې پروژې د برېښنا ظرفیت یو زرو ۳۰۰ مېګاواټ ښودل شوی، چې د یو میلیارد ډالرو په ارزښت یاده پروژه پلې کېږي، چې نیمې لګښت یې د نړیوال بانګ لخوا ورکول کېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccsiqi12bqxo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته