دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۷
د مطلب کود : 202931
کندهار کې یو پولیس خپل ۵ ملګري پولیس وژلي دي
د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې یو پولیس خپل ۵ ملګري وژلي او خپله تښتېدلی دی. د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، پېښه تېره شپه د پنجوايي ولسوالۍ په تلوکان پوسته کې شوې او د قاتل پولیس د نیولو لپاره هڅې پيل شوې دي.
تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت چا نه دی اخیستی، خو د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر وايي، دا برید په داسې حال کې شوی چې د کندهار پولیسو دوه نفوذیان په دې وروستیو کې نیولي چې د پولیسو لیکو ته پر پولیسو د بریدونو لپاره طالبانو را استولي وو.
دا په داسې حال کې ده چې د سیګار د راپور له مخې په افغان ځواکونو کې د نفوذیانو بریدونه زیات شوي او تېر کال په دې تړاو ۳۰ پېښې ثبت شوې دي.
 
https://avapress.com/vdcc1iqis2bqxo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته