دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۷
د مطلب کود : 202932
په کندهار کي میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د ادارې او ډپلوماسي څانګي په خپلو محصلینو عملاً ډپلوماټیک آداب او تشریفات اجراء کړل.

دغه تشریفات نن د کندهار ښار په عینو مېنه کي د دغه پوهنتو محصلینو په داسي ډول اجراء کړل چي یوې ډلي محصلینو د افغانستان د ولسمشر محمداشرف غني او د هغه د کابینې تمثیل کاوه او بلي ډلي محصلینو بیا د ترکيې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه د کابینې تمثیل کاوه.
د دغه پروګرام لارښود استاد د میرویس نیکه د لوړو زدکړو مؤسسې استاد اسدالله الفت وو. هغه وویل چي د دغه پروګرام څخه يې هدف محصلینو ته د ډپلوماټیکو تشریفات ور زده کول دي. د الفت په وینا، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د ادارې او ډپلوماسي څانګي محصل چي فارغ کېږي، باید په دې پوه وي چي د یوه ډپلوماټ په حیث څنګه نورو هیوادونو ته ولاړ سي، څنګه د نورو هیوادونو ډپلوماټان قبول کړي، څنګه تفاهم لیکونه امضاء کړي او څنګه ویناوي وکړي.
په دغه پروګرام د کندهار والي حیات الله حیات هم وویل چي دغسي پروګرامونه د محصلینو له پاره ډېر ګټور دي او باید ادامه ومومي. والي په دغه پروګرام کي یو شمېر نیمګړتیاوي او د هغوی اصلاح کول په ګوته کړه.
وروسته د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې مرستیال ډاکټر نورخالق نور وویل چي د دوی مؤسسه هڅه کوي چي داسي نوښتونه ډېر کړي او کیفیت يې نور هم لوړ کړي؛ څو محصلین وکولای سي عملاً زده کړي هم وکړي.
د کندهار پوهنتون رئیس پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق هم د دې پروګرام ستاینه وکړل، سته نیمګړتیاوو يې په ګوته کړې او د هغوی د اصلاح غوښتنه يې وکړه. نوموړي وویل چي د کندهار پوهنتون له ټولو پوهنتونو سره همکاري کوي. هغه زیاته کړه چي په لومړي ځل د محصلینو له پاره داسي پروګرامونه ويني او په وینا يې دغسي پروګرامونه باید نور هم پراخ کړل سي.
په پای د کندهار د ولايتي شوری وکیل عطاء الله عطاء هم خبري وکړي او وروسته د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې یو شمېر استادانو ته ستاینلیکونه هم ورکول سوه.
 
https://avapress.com/vdcdsx0xxyt0zn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته