کورنیو چارو وزارت وايي، چې ننګرهارولایت کې یې دوه برحاله حکومتي چارواکي د بډې اخیستو په تور نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته ویلي چې د ننګرهار ولایت د محبس عمومي مدیر نصرت الله او هغه سکرټر عوض خان یې د بډې اخیستو پر مهال نیولي دي.
دغه چارواکي د شل زره افغانیو بډې اخیستو په تور د ملي امنیت ځواکون او پولیسو له لوري نیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت نن ( پنجشنبه سلواغې ۱۷ ) همدراز وویل چې کابل کې د امنیه قومندانۍ شپږ برحاله منسوبین د نشه یې توکو د کاروبار په تور نیولي، چې د
کابل امنیه قومندانۍ له نشه یې توکو سره د مبارزې مدیر هم پکې شامل دی