دخپریدو نیټه :جمعه ۱۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 202956
یمن کې د القاعده مشر د امریکا برید کې ووژل شو
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د امريکايي ځواکونو له خوا عرب ټاپووزمه کې د القاعده د مشر د وژل کېدو پخلى کړى دى. په يوه ليکلي پيغام کې ښاغلي ټرمپ ويلي قاسم الريمي يمن کې د امريکايي ځواکونو په عملياتو کې وژل شوى. الريمي له ٢٠١٥ کال راهيسې عرب ټاپووزمه کې د القاعده مشري کوله.

نوموړی له ۲۰۰۰ تر ۲۰۱۰ پر امریکايي ګټو د ځینو بریدونو عامل بلل کېده.
امریکايي چارواکو د تېرې جنورۍ په پای کې وویل چې ډاډه دي عرب ټاپووزمه کې یې د القاعده شبکې مشر قاسم الریمي د یمن البیضا سیمه کې وژلی دی.
د وژنې رپوټ یې څو ځلې ور کړل شو خو وروسته خبره غلې شوه.
د پنځو کلونو په اوږدو کې د امریکا پر ځانګړو هڅو سربېره الریمي بیا هم بچ شو.
اوس د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه خبرپاڼه کې ظاهراً د هغه وژنه تایید کړې ده.
ښاغلی ټرمپ وایي د الریمي وژل کېدل امریکا د القاعده او نورو ډلو له خوا د دغه هېواد ملي امنیت ته د ګواښونو له منځه وړلو موخې ته لا نور هم نژدې کوي.
 
https://avapress.com/vdcji8e8muqeyhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته