دخپریدو نیټه :جمعه ۱۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 202957
کابل کې د پاکستاني طالبانو د پخواني مرستیال مشر وژل کېدل
د افغانستان پلازمېنه کابل په مرکزي سیمه کې د دوو کسانو وژل داسې خبر دی چې ډېر پام نه ور واوښت. وژل شویو هم ښايي غوښتل چې ونه پېژندل شي، ځکه سرچینې وايي، چې له دوی سره کوټه یا جعلي سندونه و. هغوی کابل کې څه کول او چا ووژل، لا هم یو راز دی چې سیمه کې امنیتي ادارو او د ترهګرو ډلو سره تړاو لري. خو اوس لږ تر لږه دا روښانه شوې چې دا دوه کسان څوک وو . د پاکستان د څارګرو ادارو او توندلارو ډلو د سرچینو په خبره، دا دوه کسان د پاکستاني طالبانو لوړپوړي مشران وو.

وژل شویو کې یوهم شیخ خالد حقاني دی.
شیخ خالد حقاني د پاکستاني طالبانو مشرتابه کې مهمه سټه وه او تېر کې د دې ډلې مرستیال مشر هم و.
نوموړی پر مهمو سیاستوالو او د ۲۰۱۴ کال پېښور پوځي ښوونځي په برید تورن دی، چې له امله یې له ۱۵۰ ډېر کسان وژل شوي، چې تر ډېر کم عمره ماشومان وو.
وژل شویو کې دویم هم قاري سیف یونس دی چې د پاکستاني طالبانو مهم قومندان و.
بېګا پاکستاني طالبانو یوه بیان کې د دواړو کسانو پېژنګلي او وژل تایید کړي، خو نور مالومات یې نه دي ور کړي.
دا دواړه مشران د مرکزي مشرتابه په حکم کابل ته "د پټې لیدنې" لپاره لېږل شوي وو.
داسې ښکاري چې له پکتیکا ولایت پلازمېنې کابل ته رسېدلي وو، خو مالومه نه ده چې له چا سره یې لیدل.
د پاکستان د څارګرو ادارو یوې سرچینې ویلي د دې دوو کسانو مړي انټرکانټینېنټل هوټل ته نږدې سیمه کې موندل شوي دي.
دا کابل کې تر ټولو مهم هوټل دی چې وروستیو کلونو کې دوه ځلې وژونکي بریدونه پرې وشول.
 
https://avapress.com/vdcamunu049nwo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته