کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

آنلاین تجارت څه دی او څه ګټې لري

18 دلو 1398 ساعت 11:40

په نړۍ کې د تکنالوژۍ په ډیریدو سره د ورځني ژوند ډیری فعالیتونه په اسانۍ ترسره کیږي، د نړۍ په اکثره هیوادونو کې خلک د دې پر ځای چې بازار ته لاړ شي او خپل د ضرورت وړ توګي وپیري،‌‌ ډیری وخت په خپل کور کې په یوه کلک کولو سره د خوښې وړ شیان انتخاب او د کور دروازه کې یې اخلي.


په وروستیو څو کلونو کي په افغانستان کې هم انلاین تجارت څه ناڅه وده کړې او په لویو ښارونو کې ځینې خلک له دې لارې د ضرورت وړ وسایل پیري، که څه هم دا چاره په افغانستان کې ډیره نوې ده او خلک پرې ډیر باور نه کوي خو بیا هم د پرمختګ په حال کې ده.
آنلاین تجارت څه دی:
هر هغه کسب او کار چې د انترنیټ له لارې ترسره کیږي او مشتریان د ضرورت وړ توکي پکې په آنلاین ډول پیرې دې ډول راکړې ورکړې ته انلاین تجارت ( انترنیټي تجارت ) ویل کیږي، یا هغه راکړه ورکړه چې د انترنیټ ، ټیلیفون، تلویزیون او کمپیوتر له لاري ترسره کیږي.
څنګه یوه ښه آنلاین تجارت پیل کړو؟
۱- د وګرو غوښتنې په نظر کې ونیسئ، مثلا هغه څه تولید کړئ چې د ټولنې د وګړو غوښتنه وي او بیا وروسته له هغې خپل تجارت په لاره واچوئ.
۲-یو ساده ویب سایټ طرحه کړئ، کله چې غواړئ خپل آنلاین تجارت پیل کړئ نو مشتري باید ورته په آسانۍ لاسرسی پیدا کړي.
۳- د خپل شرکت اعتبار ډیر کړئ، تل له خپلو مشیریانو سره رښتني اوسئ او خپل تولیدات ورته په سمه توګه معرفي کوئ.
۴- تل مو له خپلو مشتریانو ملاتړ کوئ او هغوی د ایمیل له لارې ثبت او راجستر کوئ، که مشتریان تاسو سره د ایمیل له لارې په اړیکه کې وي نو تاسو کولای شئ له هغوی سره تل خپلې اړیکې ټینګې وساتئ او کله چې تاسو سره د خپلو مشتریانو ایمیلونه موجود وي نو په آنلاین تجارت کې به مو بریا ته ځان ډیر نږدې کړی وي.
د آنلاین تجارت ګټې څه دي؟
آنلاین تجارت ډیرې ګتې او ښیګڼې لري چې له یو څو یې دلته یادونه کوم.
– د نړۍ له هر ګوټ څخه خلک ستاسو تجارت ته لاسرسی پیدا کولی شي.
– ستاسو تجارت په ۲۴ ساعتونو او د اونۍ په اووه ورځو کې خپلو مشتریانو ته خدمات وړاندې کولې شي.
– د آنلاین تجارت لګښت له آفلاین تجارت نه ډیر کم دی.
– تاسو کولای شئ د نړۍ له هر ګوټ څخه خپل تجارت مدریت کړئ .
– تاسو کولای شئ په هر ډول شرایطو کې خپل کار ته ادامه ورکړئ.
په نړۍ کې د ټیکنالوژۍ په پر مختګ سره آنلاین تجارت هم ورځ تر بلې د ډیریدو په حال کې دی نو انلاین تجارت ته باید په کم نظر ونه کتل شي، په کمې سرمایې کولی شئ خپل تجارت پرانیزئ. په آنلاین تجارت کې ستاسو د بریالیتوب راز ستاسو په خلاقیت او نوښت کې دی، چې په دې ډول کولای شئ هم خپل تجارت ته ښه وده ورکړئ او هم له نورو شرکتونو سره سیالي وکولای شئ.
 


د مطلب کود: 202958

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202958/آنلاین-تجارت-څه-دی-او-ګټې-لري

آوا
  https://www.avapress.com