دخپریدو نیټه :جمعه ۱۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۷
د مطلب کود : 202959
په کرونا ویروس د اخته ناروغانو له ډلې ۱۱۵۳ کسان روغ شوي
شینهوا آژانس خبر ورکړ چې د کرونا په ویروس د اخته ناروغانو له ډلې۱۱۵۳ ناروغان له درملنې وروسته روغ شوي دي. دغې آژانس نور خبر نه دی ورکړی چې د چین په کوم روغتون کې او د کومو درملو په واسطه جوړ شوي دي، خو وایي،چې دغه ډله کسان له روغتونونو وروسته نن بیرته خپلو کورونو ته تللي دي.

په چین کې د دې خبر د خپریدا وروسته خلکو ډیره خوښي ښودلې ده او هیله یې ښودلې ده چې د کورنۍ هغه غړي چې په کرونا ویروس باندې اخته شوي دي د بستر پر مهال به بیرته روغ رمټ شي.
په ټولنیزو رسنیو هم د یو شمېر هغو ناروغانو انځورونه خپاره شوي دي چې د درملنې وروسته روغ شوي یادو کسانو ته د روغتون د مسوولینو او د هغوی د کورنیو د غړو له لوری د ګلانو ګیډۍ هم په لاسونو کې ورکړل شوي دي.
دغو کسانو هم ویلي دي چې درملنه یې ډیر په ښه شکل سره ترسره شوې او نورو ناروغانو ته یې هم د صبر زغم غوښتنه کړې ده چې هرڅه به په قراره سم شي.
په ټولنیزو رسنیو د چین وګړو د دوی انځورونه خپاره کړي دي او د”” کرونا ویروس له امله یې د مړیني د بچ کېدلو مبارکي ورکړې ده.
چینایي وګړو د دې خبر د خپریدا سره سم خوښي ښودلې ده او د اخته شویو کسانو د انځورونو د خپریدا سره یې لیکلي دي چې” دوهم ځلی ژوند مو مبارک شه ”
د دې ناروغانو د بچ کېدلو وروسته چینایانو ډیرې هیلي څرګندې کړي چې ګواکې په وار وار سره به ګڼ شمېر خلک د دې ناروغۍ څخه خلاس شي.
د کرونا ویروس پرونۍ مرګ ژوبله ټوټل ۴۹۰ تنه وه، خو نن تر غرمې پورې د دې ویروس له امله د مړو شمېر ۵۶۰ کسانو ته ورسېد او د ۲۴ زره اخته شویو کسانو شمېر بیا شاوخوا ۲۸ زره ته ورسېد.
دغه ناروغي د چین په ګډون په نورو ۲۱ هېوادونو کې هم ښودل شوې ده ، خو زیاته مرګ ژوبله یې په چین کې رامنځته کړې ده.
چینایي حکومت وایي، چې د کرونا ویروس ډیر خطرناک دی او په ډیرې چټکۍ سره د پراختیا په حال کې دی، خو د روغتیا نړیوال سازمان بیا وایي، چې د نورو ساري ناروغیو په پرتله ډیره په چټکۍ سره نه ده روانه.
د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس د کنټرول پر موخه د چین هڅې ستایلي دي ا ویلي دي چې د لومړیو ورځو راهیسې د کرونا سره د چین مبارزه په ښه شکل سره روانه ده.
د یادولو ده په چین کې د دې ویروس د منځته راتګ سره سم ډیری خلک په خپلو کورونو کې بند پاتې دي ورځنی ژوند تنګ شوی دی او دغه راز د دې هېواد سره راکړه ورکړه هم له ځنډ سره مخ شوې ده.
 
https://avapress.com/vdccpiqio2bqxo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته