دخپریدو نیټه :جمعه ۱۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۴
د مطلب کود : 202960
د کرونا ویروس کشفوونکی چینايي ډاکټر پخپله له کرونا مړ شو
په چین کې د ليوینلیانګ په نوم هغه ډاکټر هم د کرونا له ناروغۍ ومړ چا چې په لومړي ځل دا ویروس کشف کړی و. په دې سره په چین کې له کرونا ناروغۍ څخه د مړو شویو شمير ۶۳۰ ته ورسېد.


 د لي وینلیانګ په اړه د چین حکومت تېره ورځ راپور ورکړی و چې نوموړی په وخیم روغتیايي حالت کې دی او کوما ته تللی دی، خو نوموړی نن سهار درې بجې مړ شوی دی.
 چینايي چارواکو هم د هغه مړینه تایید کړې او وايي، له عملیاتو وروسته هم د ډاکټر لي وینلیانګ وضعیت ښه نه شو.
 ډاکټر لي ۳۴ کلن او د سترګو ډاکټر و چې په ډسمبر کې یې دا کرونا ناروغۍ ویروس وپېژانده، خو د چین محکمې کش کړ او هغه ته یې د غلطو تبلیغاتو له کبله اخطار ورکړ.
اوس چې لي وینلیانګ د کرونا له کبله مړ شویو دا ناروغي د اروپا په شمول ۲۹ هیوادونو ته رسېدلې او ۳۰ زره کسان پرې اخته دي چې ټوله نړۍ یې اندیښمنه کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcepw8w7jh87oi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته