کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستاني طالبانو پخوانی ویاند ریښتیا هم له پوځ تښتېدلی؟

18 دلو 1398 ساعت 13:08

د پاکستان خواله رسنیو کې ویډیو پیغام چلېږي چې د پاکستاني طالبانو د پخواني ویاند احسان الله احسان بلل کېږي او نوموړی دعوه کوي چې له پوځ تښتېدلی.
تراوسه ازادو سرچینو دا نه ده تایید کړې چې دا پیغام د احسان الله احسان دی او که نه.


بي بي سي چې د پاکستان د پوځ له عامه اړیکو ادارې سره تماس ونیو، نو دې ادارې هم وویل، چې په دې هکله څه نشي ویلی.
اول ځل د هند ورځپاڼې سنډې ګارجین تېره میاشت دا خبر خپور کړ، خو په ځواب کې یې چارواکو څه ونه ویل.
احسان الله احسان ته منسوب ویډیو پغام کې نوموړی وايي: د ۲۰۱۷ کال د یوه تړون له مخې یې ځان د پاکستان څارګرې ادارې ته سپارلی و.
هغه زیاتوي، درې کاله په دې تړون ودرېد، خو امنیتي ادارو له مېرمنې او بچیانو سره بندي کړی و.
 


د مطلب کود: 202963

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202963/د-پاکستاني-طالبانو-پخوانی-ویاند-ریښتیا-هم-له-پوځ-تښتېدلی

آوا
  https://www.avapress.com