دخپریدو نیټه :جمعه ۱۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۸
د مطلب کود : 202963
د پاکستاني طالبانو پخوانی ویاند ریښتیا هم له پوځ تښتېدلی؟
د پاکستان خواله رسنیو کې ویډیو پیغام چلېږي چې د پاکستاني طالبانو د پخواني ویاند احسان الله احسان بلل کېږي او نوموړی دعوه کوي چې له پوځ تښتېدلی. تراوسه ازادو سرچینو دا نه ده تایید کړې چې دا پیغام د احسان الله احسان دی او که نه.
بي بي سي چې د پاکستان د پوځ له عامه اړیکو ادارې سره تماس ونیو، نو دې ادارې هم وویل، چې په دې هکله څه نشي ویلی.
اول ځل د هند ورځپاڼې سنډې ګارجین تېره میاشت دا خبر خپور کړ، خو په ځواب کې یې چارواکو څه ونه ویل.
احسان الله احسان ته منسوب ویډیو پغام کې نوموړی وايي: د ۲۰۱۷ کال د یوه تړون له مخې یې ځان د پاکستان څارګرې ادارې ته سپارلی و.
هغه زیاتوي، درې کاله په دې تړون ودرېد، خو امنیتي ادارو له مېرمنې او بچیانو سره بندي کړی و.
 
https://avapress.com/vdch-inix23nvwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته