دخپریدو نیټه :جمعه ۱۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۴
د مطلب کود : 202964
د سولې ملي ادرس ډله: بې قیدو شرطه مذاکرات غواړو
په کابل کې د سولې ملي آدرس په نوم ‌‌‌‌‌‌ډلې د جنګ له ښکېلو خواو څخه له قید او شرط پرته د سولې مذاکراتو د پیل غوښتنه کړې.
د سولې ملي آدرس چې تازه له یو شمېر سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او شوراګانو څخه جوړ شوی او د ولسي جرګې پخوانی مرستیال ظاهر قدیر یې په سر کې دی وايي، چې د جنګ ښکېلې خواوې دې له قید او شرط پرته د سولې خبرې وکړي.
دوی غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې همه شموله بین الافغاني خبرې پیل شي.
د سولې ملي ادرس غړي سوله د افغانانو لومړنۍ غوښتنه یادوي او پر نړیوالو غږ کوي، چې د افغان سولې په برخه کې صادقانه عمل وکړي
. دوی وايي د سولې خبرو پیلېدو لپاره باید د جنګ دروازې وتړل شي او د سولې له روان فرصت څخه دې ګټه پورته شي تر څو افغانان یوې پایداره سولې ته ورسېږي
 
https://avapress.com/vdciqrar5t1au32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته