خوښ ديک ۰

تاجکستاني ځواکونو بدخشان سره په پوله دوه قاچاقبر وژلي

د تاجکستان سرحدي ځواکونو د افغانستان له بدخشان ولایت سره په پوله دوه قاچاقبر وژلي دي. د بدخشان امنیه قومندان حبیب الرحمن مطمئین هم دا خبر تاییدوي او وايي، پېښه د بدخشان شهر بزرګ ولسوالۍ کې شوې ده.
تاجکستاني ځواکونو بدخشان سره په پوله دوه قاچاقبر وژلي

ښاغلی مطمئین وايي، په دغه سیمه کې د نامسووله وسله والو او قاچاقبرو سره د تاجکستاني ځواکونو نښته راغلې ده: (( دا قاچاقبر تاجکستان ته اوښتل، چې جګړه رامنځته شوې او د شهر بزرګ ولسوالۍ دوه قاچاقبر په کې وژل شوي، خو نامسووله وسله وال بیرته راګرځېدلي دي.))
 نوموړی وايي، د شهر بزرګ ولسوالۍ په څلورو کلیو کې نامسووله وسله وال او قاچاقبر زیات شوي او دوی یې د مخنیوي توان نه لري.
 شهر بزرګ ولسوالي د بدخشان سرحدي ولسوالي ده چې له تاجکستان سره اوږده پوله لري .
 
جمعه ۱۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود: 202967 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *