ښاغلی مطمئین وايي، په دغه سیمه کې د نامسووله وسله والو او قاچاقبرو سره د تاجکستاني ځواکونو نښته راغلې ده: (( دا قاچاقبر تاجکستان ته اوښتل، چې جګړه رامنځته شوې او د شهر بزرګ ولسوالۍ دوه قاچاقبر په کې وژل شوي، خو نامسووله وسله وال بیرته راګرځېدلي دي.))
نوموړی وايي، د شهر بزرګ ولسوالۍ په څلورو کلیو کې نامسووله وسله وال او قاچاقبر زیات شوي او دوی یې د مخنیوي توان نه لري.
شهر بزرګ ولسوالي د بدخشان سرحدي ولسوالي ده چې له تاجکستان سره اوږده پوله لري .