دخپریدو نیټه :جمعه ۱۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۶
د مطلب کود : 202968
د تونس د انقلاب غږ خاورو ته وسپارل شو
لینا بن مهني ۳۶ کلنه ویبلاګره او څېړونکې وه، د هغې د جنازې مراسمو کې سلګونو کسانو ګډون وکړ. نوموړې په دغه هېواد کې د بنسټیز بدلون لپاره مبارزه کړې وه. د بي بي سي خبریالې رعنا جواد د هغې د جنازې مراسمو کې ګډون کړی دی. کله چې پلازمېنه کې پر یوه غونډۍ خاورو ته سپارل کېده، یوې ښځې ژړل او راته ویې ویل: دا د یوه کورنۍ او یوه هېواد کیسه ده.

نوموړې د ګلو ګېډۍ لاس کې وه راته ویې ویل، د اوښلن ګاز لاندې مې وپېژنده.
د تونس دا مشهوره وبلاګره او د انساني حقونو فعاله له اوږدې مودې ناروغۍ وروسته د جنورۍ په ۲۷ مړه شوه.
پر ۲۰۱۱ کال د تونس د انقلاب لومړیو ورځو کې- چې لینا څو ویشت کلنه وه- د تونسۍ پېغلې په نوم خپل وبلاګ سره وپېژندل شوه.
نوموړې د هغو ګوته په مشېر کسانو له ډلې وه چې نړۍ یې د پاڅونوالو له وژنې او ځپنې خبروله، خو دا مظاهرې او پاڅونوال د زین العابدین بن علي په پرځولو بریالي شول.
خو د لینا مبازره له دې مخکې د خپلې کورنۍ په اغېز پیل شوې وه.
پلار یې صدوق بن مهني کیڼ لاسی فعال زنداني او پخوانی سیاسی بندي و.
مور یې هم سیاسي فعالیت کې لاس درلود.
د لینا مرګ پسې خواله رسنۍ د غم او خواخوږۍ له پیغامونو ډکې شوې.

یوه باتجربه مصري خبریال د هغې مرګ "د هغو کسانو لپاره ضایعه بللې چې په ازادۍ باور" لري.
ان د تونس ولسمشر قیس سعید هم هغې ته درناوی کړی: "داسې ښځې شته چې تاریخ به یې کله هم هېرې نه کړي، داسې ښځې شته چې تاریخ جوړوي".
د هاله په نوم ښوونکې راته وویل، څو ځل یې له لینا سره کتلي و: "ازادي، ښې زدکړې او روغتیا هغه څه و چې ما غوښتل چې کله ماتېدم هغې ماته انګېزه را کوله، ځکه تل په ډګر کې وه".
هدیرې ته د هغې د تابوت رسېدو سره د سلګونه ښځو او نارینه وو له تګ مالومېدل چې درې نسلونو د هغې جنازه کې ګډون لري.
ته وا ټول د دې لپاره راغلي وو چې پخوانی ګډ جنګ یاد کړي او هم د ارماني تونس د هیلو ریښتیا کېدو ته تازه مبارزه پیل کړي.
علي حمودا چې تر ډېره یې پاریس کې ژوند کړی او د تونس انقلاب کې هېواد ته ستنه شوې، یوه ځوانه ښځه غېږ کې نیسي او وايي د ۲۰۱۴ کال مظاهرو کې یې لیدلې وه:
"دلته ډېر داسې خلک راغلي چې سړکونو یې یو بل وپېژندل، دا هغه خاطرې دي چې موږ یې سره یو ځای کړو، لکه د موزایک یوه برخه مو له لاسه ور کړې وي".
د ۲۰۱۶ کال جنورۍ کې مې لینا د تونس مرکزي برخه کې په یوه چایخونه کې ولیده، له انقلاب پنځه کاله وروسته هېوادني وضعیت باندې ور سره وغږېدم.
هغه له حالاتو خوښه نه وه، خو بیا یې هم سیاسي فعالیت او لیکل روان ساتل.
هغې وویل: "موږ ارتجاعي ځواک ته اجازه ور کړه چې انقلاب رانه خپل کړي، نور پر سیاستوالو باور نه لرو، موږ د ځوانانو د انقلاب خبره کوله، خو ځوانان څنډې ته کړل شول".
تونس کې له انقلاب وروسته ډېر بدلون راغلی، پرمختللی اساسي قانون جوړ شو، څو ټاکنې وشوې، خو لینا او د هغې په څېر کسانو له دې ډېر پرمختګ غوښت.
 
https://avapress.com/vdcceiqi42bqxo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته