دخپریدو نیټه :جمعه ۱۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۲
د مطلب کود : 202971
چین: هڅه کوو چې د کرونا ویروس افغانستان ته داخل نه شي
په کابل کې د چین هېواد سفیر په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې هېواد یې افغانستان ته د کرونا ویروس د داخلېدو د مخنیوي لپاره په بشپړه توګه خپلو هڅو ته دوام ورکوي. د چین سفیر” وانګ یو” د کرونا وژونکي ویروس د پراختیا وروسته نن په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین او سرپرست وزیر محمد هارون چخانسوري سره په لیدنه کې ژمنه کړې ده چې د دې ویروس د داخلیدو په مخنیوي کې مرسته کوي.

نوموړي د محمد هارون چخانسوري سره په لیدنه کې ویلي دي چې د دغې ویروس د درملنې کچه مخ په لوړیدو چې په دې توګه هیله شته افغانستان ته یاد ویروس په اسانۍ سره را داخل نه شي.
د چین سفیر وانګ یو وویل،”” د دې هېواد څخه بهر د ثبت شویو پېښو شمیر ډیر کم ښودل شوی دی او د سلو له مخې یو سلنه یې بللی شو، ډیره لوړه نه ده چې ګواکې بهرني هېوادونه دې ورته خواشیني شي.”
د چین سفیر ډاډ ورکړ چې په چین کې هم یو شمیر افغان وګړي او محصلین تر اوسه روغ رمټ دي او پر دې ناروغۍ نه دي اخته شوي.
په دغې ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او سیاسي معین هارون چخانسوری په چین هېواد کې د افغان محصلینو په اړه بیا څه ونه ویل چې ایا له دې هېواد راستنیږي او یاهم همالته میشت کېږی؟
له دغې ناستې وړاندې بیا د چین په وووهان ښار کې یو شمېر افغان محصلینو خبر ورکړی دی چې افغان چارواکو
ورسره کړې ژمنې نه دي پوره کړي او په دغې هېواد کې لاهم بند پاتې دي.
افغان محصلینو په کابل او چین کې له چارواکو غوښتي دي چې دوی دې ژر تر ژره له دغې هېواده وباسي، د دغو محصلینو پر وینا دوی لا په دې ویروس نه دي اخته شوي خو احتمال یې شته چې پرې اخته شي.
د چین د سفیر ژمنې په داسې حال کې له افغان حکومت سره کېږي چې د افغانستان د روغتیا وزارت هم د دې ناروغۍ له راتګ وړاندې بشپړ چمتوالی ښودلی دی د یاد وزارت پر وینا دوی جدی تدابیر نیولي دي.
دغه راز په کابل کې هم ورته د افغان- جاپان په یوه روغتون کې د کرونا ویروس د مخنیوي پر موخه یو سل بستریز روغتون پرانیستل شوی دی.
د یادولو ده چې د کرونا ویروس له امله تر اوسه پورې ۵۶۳ کسان وژل شوي دي او شاوخوا ۲۸ زره نور کسان پرې اخته شوي دي چې ډیره مرګ ژوبله یې په چین کې ښودل شوې او په نورو هېوادونو کې بیا د ګوتو په شمار کسان پرې اخته شوي.
 
https://avapress.com/vdcgux9xqak9zy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته