دخپریدو نیټه :جمعه ۱۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۹
د مطلب کود : 202976
کابل صحت طفل روغتون: ډاکتران د بدې رویې کولو اوج ته رسېدلي
د پرله پسې شکایتونو له مخې د کابل “صحت طفل” روغتون په جراحي څانګه کې د یو شمېر پخوانیو عمر خوړلو زړو ډاکټرانو له لوري د خلکو سره د ناسمې رویې له امله ډیری خلک خپل ناروغان له دغې روغتون باسي او د ایران او پاکستان هېوادونو ته یې انتقالوي. د معلوماتو له مخې د دې روغتون د ډاکټرانو په ډله کې تر لسو پورې هغه ډاکټران هم شتون لري چې عمرونه یې د پنځوس او پنځه څلوېښتو کلونو پوري دي، له دوی د ناسم تشخیص تر څنک خلک د بد اخلاقۍ، ناسمې رویې شکایتونه کوي چې ګواکې شخصي معاینه خانو ته یې غواړي او له دغې روغتون یې پر یوې بلې بهانه باسي.

د کابل په صحت طفل روغتون کې د یو شمېر ناروغانو پایوازانو  وویل، چې له دوی سره د ځوانو ډاکټرانو د ښه چلند برعکس عمر خوړونکي او زاړه ډاکټران خپله رویه ناسمه کوي او دوی مجبوروي چې له دغې روغتون څخه خپل ناروغان رخصت کړي.
د معلوماتو له مخې دغې روغتون ته د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه ناروغان راوړل کېږي چې ځیني ډیر په یو سخت حالت کې قرار لري آن اووه/ یا اته ساعته یې په لویو لارو باندې مزلونه هم کړي وي، خو په روغتون کې ورسره ناسم چلند سخت ناهیلي کړي دي او په راتګ باندې پښېمانه دي.
د ناروغانو پایوازان وایي، چې د ناروغانو په کتنه کې هم د یادو ډاکترانو له لوري ځنډ رامنځته کېږي آن دوی پر دې هم نه پوهوي چې ګواکې ناروغ مو په کومه ناروغۍ اخته دی، حالت یې سم او یا هم نازک دی؟ پر وینا یې د یوه روغتون او ډاکترانو د اصولو مطابق ورسره هېڅ راز همکاري نه کېږي بلکې لا ورسره ناسم چلند کېږي.
د ناروغان د پایوازانو پر وینا په دغې روغتون کې د لابراتوار له لوري هم د ماشومانو راپور ناسم لیکل کېږي چې یوازې او یوازې د ځان د خلاصون پر موخه یې هر راپور صفا ښودل کېږي، خو د روغتون دباندې بیا همدا راپور ناسم او ردیږي.
په صحت طفل روغتون کې یوه ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط خبریال ډاټ کام ته د خلکو دا ټولې ادعاوې تایید کړې او وې ویل، چې د ګوتو په شمار د څو تنو پخوانیو عمر خوړونکو ډاکټرانو څخه خلک تل شکایت کوي چې پر وړاندې به یې د عامې روغتیا وزارت خپله پرېکړه اعلان کړي.
د دغې موضوع د لاښه روښانتیا پر موخه مو د دې روغتون د رئیس “ډاکتر نورالحق یوسفزي “سره هم دخلکو شکایتونه شریک کړ دوی خبریال ډاټ کام ته د خلکو ادعاوې تایید کړې، خو په خلکو باندې هم نیوکې وکړې چې ګواکې د دې ټولو ستونزو باعث دوی په خپله باندې ګرځي.
هغه وویل””هو د خلکو ادعاوې یو څه پر ځای دي طبعآ سپین ږیري ډاکټران د عمر په زیاتېدو سره خپله حوصله له لاسه ورکوي، خو د تجربو د درلودلو په خاطر له دوی سره په دندو بوخت دي او ځوانان ترې ګټه اخلي.””
نوموړي ژمنه وکړه چې د روغتونو ټولو ځوانانو او تجربه ناکو ډاکترانو سره به د ولسونو د دې شکایتونو په اړه ژر تر ژره ناسته وکړي او د دې ستونزې د حل پر موخه به ورسره هر اړخیزه بحث او اقدام وکړي.
د نوموړي پر وینا په روغتون کې کله کله جنجالونه د خلکو له امله هم رامنځته کېږي چې یو شمېر یې غواړي په روغتون کې د خپلو خپلوانو، کاکا ، ماما او نورو نږدې کسانو پسې وګرځي څو یې پر ماشوم پام زیات شي.
د هغه پر وینا یو شمېر ناروغانو سره د مور ترڅنګ ډیر نور پایوازان هم روغتون ته راځي چې ډاکتران ورسره وخت ناوخت په جنجالونو باندې اوړي چې له همدې امله له روغتون څخه مرور وځي.
هغه خبریال ډاټ کام ته وویل، چې په روغتون کې د شکایتونو ځای هم چمتو کړی دی چې په دې توګه د هر ناروغ پایواز کولی شي چې خپل شکایتونه هلته ثبت کړي او وروسته یې دوی په عملي ډول ګوري.
د صحت طفل روغتون رئیس” ډاکټر نورالحق یوسفزی” ډاډ ورکوي چې یوازې او یواز د سپین ږیرو ډاکټرانو له لوري مهم ناروغان کتل کې نور د نوکریړالۍ نیولې په ډیرو برخو کې ځوانان په کارونو بوخت دي، خو پر وینا یې له دې وروسته به دا ستونزه هواره کړي.
د دغې روغتون د مسوولینو او د خلکو د شکایتونو په ځواب کې بیا د افغانستان د روغتیا وزارت کار کوونکو خبریال ډاټ کام ته وویل، “””هو ستونزې شته د حل پر موخه یې اقدامات کوو، خو په لومړیو کې به د دغې ستونزې د حل پر موخه له روغتون سره اړیکه ونیسیو”
د دې مسوولینو پر وینا دا ستونره به لومړی د روغتون مسوولین حل کړي که چېرې حل نه شوه دوی به خپله لاس په کار شي، خو دوی دا داسې کومه لویه ستونزه نه بولي، خو د ولسونو ستونزې تاییدوي.
خو د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي او د لېریو ولایتونو څخه ناروغانو سره راغلي خلک بیا وایي، که چېرې په دې روغتون کې دغه اساسي ستونزې حل نه شوې دوی به په لاریونونو لاس پورې کړي.
د یادولو ده چې په کابل کې د صحت طفل روغتون د پاخه عمر لرونکو ډاکټرانو څخه په دې وروستیو کې د خلکو شکایتونه ډیر شوي دي، خو مسوولین یې په اړه بیلابیل ځوابونه وایي.
 
https://avapress.com/vdcbz5b50rhbg9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته