کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امنیتي ځواکونو هغه بهرنۍ شبکه ونیوله چې باغ بالا کې یې دوه افغانان وژلي وو

18 دلو 1398 ساعت 17:20

ملي امنیتي ځواکونو هغه شبکه نیولې ده چې د بهرنیو استخباراتو د ورکړل شویو پلانونو له مخې به یې په کابل کې هدفي وژنې او ترورونه کول.




امنیتي سرچینې وايي، دغه شبکه له څو کلونو راهیسې دې لپاره ګمارل شوې وه چې په سیاسي کړکېچنو حالاتو کې داسې وژنې وکړي او داسې کسان ترور کړي چې له کبله یې په سیاسي اوضاع کې بدګومانۍ پیدا شي.
د سرچینې په حواله په تر ټولو تازه پېښه کې د کابل باغ بالا سیمه کې دوه افغانان د دغې شبکې د غړو لخوا ترور شول.
دغه هدفي وژنه پاکستاني خبریالانو داسې راپور کړې وه چې ګواکې په کابل کې د پاکستاني طالبانو ځینې غړي وژل شوي دي.
 


د مطلب کود: 202977

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202977/امنیتي-ځواکونو-هغه-بهرنۍ-شبکه-ونیوله-چې-باغ-بالا-کې-یې-دوه-افغانان-وژلي-وو

آوا
  https://www.avapress.com