دخپریدو نیټه :جمعه ۱۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۲۰
د مطلب کود : 202977
امنیتي ځواکونو هغه بهرنۍ شبکه ونیوله چې باغ بالا کې یې دوه افغانان وژلي وو
ملي امنیتي ځواکونو هغه شبکه نیولې ده چې د بهرنیو استخباراتو د ورکړل شویو پلانونو له مخې به یې په کابل کې هدفي وژنې او ترورونه کول.


امنیتي سرچینې وايي، دغه شبکه له څو کلونو راهیسې دې لپاره ګمارل شوې وه چې په سیاسي کړکېچنو حالاتو کې داسې وژنې وکړي او داسې کسان ترور کړي چې له کبله یې په سیاسي اوضاع کې بدګومانۍ پیدا شي.
د سرچینې په حواله په تر ټولو تازه پېښه کې د کابل باغ بالا سیمه کې دوه افغانان د دغې شبکې د غړو لخوا ترور شول.
دغه هدفي وژنه پاکستاني خبریالانو داسې راپور کړې وه چې ګواکې په کابل کې د پاکستاني طالبانو ځینې غړي وژل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdccmiqim2bqxo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته