دخپریدو نیټه :جمعه ۱۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۸
د مطلب کود : 202979
پاکستانی طالبانو دوه ارشد غړۍ په کابل کې د اینترکانتیننتال هوتر په نږدیتوب کې ووژل شو
یوه سرچینه د پاکستان استخباراتو او پاکستانی طالبانو څخه تایید کړي چی ددی ډلې دوه ارشد غړۍ په کابل کې وژل شوی دی.  

 
یوه سرچینه د پاکستان استخباراتو او نظامی حلقو څخه تایید کړي چی دوه کسان چی تیره اونۍ په کابل کې ووژل شو، پاکستانی طالبانو غړۍ وو چی په سلهاوو چاودنو او انتحاریو کې نقش درلود.
 
خو تراوسه مشخص نه دی چی دا کسان ولی کابل ته راغلی وو او څوک هغوی تر برید لاندی راوړی وو.
 
پاکستانی طالبان هم ددی کسانو وژل کېدو او هغوی هویت تایید کړی دی.
دا ډله ادعا کړي چی دا کسان د آمریکایی ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.
 
په داسی حال کې چی دا پیښه تیره اونۍ رامنځته شوی خو پاکستانی طالبان یی تراوسه پټه ساتلی وه.
 
یو تن ددی کسانو څخه شیخ خالد حقانی وو چی پاکستانی طالبانو رهبری شورا کې کلیدی نقش درلود او مخکې پاکستانی طالبانو رهبر معاون په حیث کار کړی وو.
 
دوهم کس قاری یوسف یونس ددی ډلې نظامی قوماندان وو.
 
https://avapress.com/vdcefw8wojh87oi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته