له هرات څخه د رارسېدلیو راپورونو له مخې، د دغه ولایت پولیسو د عملیاتي قطعې قوماندان احمدشاه جلالي په هرات ښار کې ووژل شو.
د هرات د پولیسو د عملیاتي قطعې قوماندان سهواً ووژل شو
19 دلو 1398 ساعت 9:13
له هرات څخه د رارسېدلیو راپورونو له مخې، د دغه ولایت پولیسو د عملیاتي قطعې قوماندان احمدشاه جلالي په هرات ښار کې ووژل شو.
د هرات امنیتي چارواکي وايي چې تیره ورځ ماښام شاوخوا شپږنیمې بجې د پولیسو د عملیاتي قطعې پر قوماندان په داسې حال کې چې په خپل شخصي موټر کې د هرات ښار د نواباد په سیمه کې د امنیتي ځواکونو د تلاشۍ له پوستې تېرېدو، ډزې وشوې.
د پولیسو د عملیاتي قطعې قومانداني وايي چې جلالي د ملي اردو د ځواکونو له لوري وژل شوی دی.
امنیتي چارواکي او د هرات د والي ویندوی وايي، له لومړنیو پلټنو داسې ښکاري چې پولیسو سهواُ پر احمدشاه جلاني ډزې کړي دي.
د هرات والي امر کړی چې د دې پېښې په اړه دې هراړخیز تحقیقات وشي.
د مطلب کود: 202993